وسله والو بریدګرو د یکشنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کاتولیکانو پر یوه کلیسا پداسې حال کې برید وکړ چې شاوخوا ۴۰۰ مسیحیان د عبادت لپاره راټول شوي و.
چارواکو ویلي چې لږ تر لږ ۸ کسه پدغه برید کې وژل شوي او یو شمیر نور ټپي شوي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر، سرفراز بوګتي، رسنیو ته ویلي چې پولیسو بریدګر پرې نښودل چې د کلیسا دننه ورشي. د پولیسو په ډزو کې یو بریدکوونکي ووژل شو او بل یې ټپي شو، خو ټپي بیا پر ځان تړلي بمونه وچاودل.
د سیمې د پولیسو یوه مشر بیا وویل چې دوه نور بریدکوونکي له سیمې وتښتیدل.
هیڅ ډلې تر دې دمه د دغه برید پړه نده منلي، خو پخوا پاکستان کې میشتو سُني اورپکو ډلو د نورو ادیانو او مذاهبو پر عبادتځایونو او غونډو بریدونه کړي و.