د لاس رسي وړ اتصالات

د مینې سزا- پلار د خپل زوي سترگې ایستلي


عبدالباقي د عملیاتو وروسته

د بلوچستان د لورالايی په ښار کې یو ٢٥ کلن ځوان چې غوښتل یې د خپلې خوښې د جینۍ سره واده وکړي، پلار او وروڼو یې ترینه سترگې ایستلي دي.

داسې رپورټونه خپاره شویدي چې تیره اونۍ د دغه ځوان عبدالباقي پلار د خپلو نورو زامنو په مرسته دغه کار وکړ. هغه د خپل زوي نه د سترگو ایستلو په وخت خپله ښځه په یوې کوټې کې تړلې وه.

مین عبدالباقي د پیښې نه مخکې
مین عبدالباقي د پیښې نه مخکې

عبدالباقي ملگرو او ځینو خپلوانو د کراچۍ روغتون ته ورساوه او د ډاکټرانو د ډیرو کوښښونه وروسته هم د هغه سترگې جوړې نه شوې.

عبدالباقي د عملیاتو وروسته
عبدالباقي د عملیاتو وروسته

عبدالباقي د عملیاتو وروسته
عبدالباقي د عملیاتو وروسته

د ړندیدو وروسته هم عبدالباقي وایي چې د دغې جینۍ سره به واده کوي او جینۍ هم ورسره واده کول غواړي.

پدی ویډیو کې عبدالباقي د عملیاتو نه وروسته کور ته راوستل کیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:49 0:00

د امریکا غږخبریال خلیل خان په کویټه کې د آزاد خبریال جمال ترکی سره چې د عبدالباقي سره حتی روغتون ته هم تللی و، خبرې کړي او ددی پیښې تفصیلات ېې ترې اخیستې دي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:44 0:00


( دغه عکسونه او ویډیو راسره جمال ترکي شریکې کړیدي.)

XS
SM
MD
LG