د لاس رسي وړ اتصالات

ابراهیم رئیسي: ایران او وینزویلا 'مشترک دښمنان' لري


د ایران او وینزویلا ولسمشران
د ایران او وینزویلا ولسمشران

د ایران ولسمشر رئیسي وینزویلا ته تللی چې هلته د دغه هېواد له چارواکو سره په دوه اړخیزو مسائیلو خبرې وکړي.

ابراهیمي رئیسي د وینزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره تر ملاقات وروسته وویل چې ایران او وینزویلا «مشترکې ګټې او مشترک دښنان» لري.

هغه په دې اړه ډېر وضاحت ورنکړ چې له مشترکو دښمنانو څخه یې هدف څوک دي.

دا دواړه هېوادونه د امریکا د متحدو ایالتونو تر سختو اقتصادي بندیزونو لاندې دي.

ایران دا مهال له وینزویلا سره د کال درې میلیارد تجارتي راکړه ورکړه لري. ابراهیمي رئیسي وویل چې دواړه هېوادونه غواړي د دغې تجارتي راکړې ورکړې اندازه په کال کې ۲۰ میلیارد ډالرو ته لوړه شي.

دوي تېره ورځ د معادنو په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په ګډون په یو لړ نورو برخو کې د همکارۍ یو لړ تړونونه لاسلیک کړل.

د ایران ولسمشر به له وینزویلا وروسته کیوبا او نیکاراګوا ته هم سفرونه کوي.

XS
SM
MD
LG