د لاس رسي وړ اتصالات

رمادي د داعش له واکه ووت


د رمادي ښار د ٢٠١٥ کال د می د مبیاشتې راهیسې د اسلامي دولت د ډلې په ولکه کې و.
د رمادي ښار د ٢٠١٥ کال د می د مبیاشتې راهیسې د اسلامي دولت د ډلې په ولکه کې و.

عراقي مقامات وایي چې ددې هیواد ځواکونه په ډیر احتیاط سره د رمادي ښار تصفیوي عملیات پرمخ بیایي. د مقاماتو په وینا ښایي د اسلامي دولت د ډلې جنگیالیو د ښار د سقوط دمخه د عراقي قواو د مرگ ژوبلې په خاطر ماینونه او چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وي.

د عراق د انبار ولایت مرکر د رمادي ښار د یکشنبې په ماښام له څو ورځو نښتو وروسته د اسلامي دولت د ډلې د جنگیالیو له لاسه ووت او د عراق د امنیتي مقاماتو په وینا اوس سرتیرو د عراق ملي بیرغونه د دولتي ودانیو پر سر اوچت کړي دي.

د بغداد په لگویدیځ کې د فرات رود په غاړه د رمادي ښار نیول چې اکثریت وگړي یې سنه مذهبه دي د اسلامي دولت د ډلې یوه لویه لاس ته راوړنه گڼل کیده او دغه د ٢٠١٥ کال د می د میاشتې راهیسې په دې ښار کې واکمنه وه.

ددې سره سره عراقي ځواکونو تر اوسه په بشپړه توگه د ښار د نیولو اعلان نه دی کړی، ځکه ممکن چې د داعش د ډلې یو شمیر جنگیالي لا هم د ښار په شاوخوا کې په کنډوالو او نړیدلو ودانیو کې پټ شوي وي. خو عراقي مقاماتو ویلي دي چې ددې هیواد سرتیري د داعش د دجنگیالیو له مقاومت پرته د ښار مرکز نیولی دی.

د عراق امنیتي مقاماتو دا هم ویلي دي چې د رمادي ښار د بشپړه نیولو وروسته به د موصل ښار د نیولو لپاره پلان جوړ کړي. موصل د عراق په شمال کې د اسلامي دولت تر کنترول لاندې گڼ نفوسه ښار دی.

XS
SM
MD
LG