د لاس رسي وړ اتصالات

په بنګله دیش کې یوه نرسه له جنسي تیري وروسته وژل شوې


په بنګله دیش کې د جنسي تیري وروسته د یوې نرسې وژنې د بشر د حقونو د فعالانو سخت غبرګونونه راپارولي دي. دوي له دولت نه غواړي چې په هیواد کې د ښځو د خوندیتوب لپاره کار وکړي.

چارواکي وایي چې دغې ۲۴ کلنې نرسې د ډاکې ښار په یو روغتون کې کار کولو او د دوشنبې په ورځ هغه مهال د جنسي تیري ښکار شوه چې له دفتر نه کور ته روانه وه.

پولیس وایي چې دغه نجلۍ د جنسي تیري وروسته له موټر څخه غورځول شوې وه.

چارواکي زیاتوي چې د پیښې په تړاو یې تر دامهال ۵ کسان نیولي او څیړنې لا هم روانې دي خو د بشر د حقونو فعالان وایي چې ددغو کسانو یواځې نیول کافي نه دي.

په بنګله دیش کې د بشر د حقونو د دفاع وکیله، سارا حسن وایي "مونږ باید دغه مسئله په جدي توګه وڅیړو او ورته لومړیتوب ورکړو. یواځې د خلکو نیول کافي نه دي، باید دوي جزا وویني تر څو نورې ښځې په دغه ښار کې له ورته پیښو سره مخ نشي."

په ډاکه د بشري حقونو د دفاع فعالینو لاریون
په ډاکه د بشري حقونو د دفاع فعالینو لاریون

د بشري حقونو د یو بنسټ د معلوماتو په اساس د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل راهیسې په بنگله دیش کې ۹۵۰ ښځو باندې جنسي تیری شوی دی.

ددغه بنسټ یو مسئول د رویټرز خبري اژانس ته وویل: "دغه شمیرې مخ په زیاتیدو دي. یواځې د اپریل په میاشت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۰۱ پیښې ثبت شوي دي چې ډیری یې د جنسي تیري پیښې وې"

XS
SM
MD
LG