د لاس رسي وړ اتصالات

ارگ د سمنگان د والي د گوښه کولو پر سر د جمعیت سره معامله وکړه؟


د سمنگان د نوي والي د کار پیل کولو مراسم
د سمنگان د نوي والي د کار پیل کولو مراسم

یوه ورځ وروسته له هغې چې جمعیت اسلامي د سمنگان د والي عبدالکریم خدام د گوښه کولو سره مخالفت وکړ، نوي والي په کار پیل وکړ.

په داسې حال کې چې نه هم حکومتي مقاماتو او نه هم د جمعیت اسلامي گوند د سمنگان د والي عبدالکریم خدام د گوښه کیدو د معاملې په هکله په رسمي توگه څه ویلي دي، خو د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کارونکي او د رویترز اژانس د ارگ او جمعیت اسلامي د تفاهم خبر ورکوي.

د رویترز اژانس وایي چې د ارگ او جمعیت د موافقې له مخې ښاغلی خدام د افغانستان د سولې د عالي شورا د غړي په توگه ټاکل کیږي. ځنې کسانو جمعیت اسلامي ته د سفارت د یوې څوکۍ د ورکولو خبر هم ورکړی دی.

د افغانستان د اسلامي جمعیت د رهبرۍ د شورا غړي حسام الدین تالقاني د امریکا غږ سره په مرکه کې د ارگ او جمعیت ترمنځ د موافقې په تائید سره ویلي چې دغه معامله په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر او د افغانستان د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په منځگړیتوب شوې ده.

د ښاغلي تالقاني په وینا ددغه موافقې له مخې د ښاغلي خدام د گوښه کیدو په بدل کې جمعیت ته "درې امتیازونه" ورکړل شول. یو د سمنگان پخوانی والي د سولې د عالي شورا د مرستیال په توگه ټاکل کیږي، دوهم د سمنگان ولایت مرستیال ضیاءالدین ضیا، چې د جمعیت د گوند غړی دی په خپل مقام باندې پاته کیږي او د جمعیت گوند اړوند یو ترکمن د سفیر په توگه ټاکل کیږي.

تیره اونۍ د افغانستان د جمهوري ریاست مقام د سمنگان په گډون د شپږ ولایتونو والیان گوښه کړل.

خو ښاغلي خدام د یو خبري کنفرانس له لارې اعلان وکړ چې خپله څوکۍ به تر هغه خوشې نه کړي چې جمعیت اسلامي د ارگ سره موافقه نه وي کړې. جمعیت اسلامي هم په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د سمنگان د والي له گوښه کولو سره مخالف دی.

خو د جمعیت اسلامي د مخالفت نه یوه ورځ وروسته عبداللطیف ابراهیمي د سمنگان د نوي والي په توگه وټاکل شو او په کار یې پیل وکړ.

د رویترز اژانس په لیکنه د نوي والي د معرفۍ پر وخت زیات شمیر وسله وال د سمنگان د والي دفتر ته نژدې راټول شوي وو.

صفت الله سمنگانی چې تازه د سمنگان ولایت د مرستیال په توگه ټاکل شوی وایي چې "نوی مرستیال والي یم او چا ته اجازه نه ورکوم چې دغه دنده ونیسي".

ښاغلی سمنگاني چې د ولایتي شورا غړی دی د افغانستان د ملي جنبش د گوند غړی هم دی.

XS
SM
MD
LG