د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د حمص سلګونه یاغیان او ملکیان ایستل شویدي


د حمص د الوعر سیمې نه ملکیان پداسې حال کې اوځي چې د روسیې او سوریې پوځیان ورته ولاړ دي.
د حمص د الوعر سیمې نه ملکیان پداسې حال کې اوځي چې د روسیې او سوریې پوځیان ورته ولاړ دي.

د سوریې د حمص ښار د هغو برخو نه چې د مخالفینو په لاس کې دي، سل ګونه ملکیان نورو سیمو ته په بسونو کې انتقال شویدي.

د یوې موافقې له مخې چې د روسیې په منځګړتوب شویده، حکومت یاغیانو او د هغوي کورنیو ته اجازه ورکړې چې د الوعر د سیمې نه ووځي. دا د حمص په ښارګوټي کې یوازینۍ سیمه وه چې د یاغیانو په لاس کې ده.

د حمص والي طلال براضي وایي چې تر اوسه تقریباً پنځلس سوه کسان د دې سیمې نه وتلي دي چې څه باندې څلور سوه یاغیان هم پکې دي. یاغیان او د هغوي د کورنۍ غړي د جرابلوس ښارګوټي ته وړل کیږي چې د ترکیې سره نږدې پروت دی او د یاغیانو په لاس کې دی.

والي ویلي دي چې د الوعر په سیمه کې به هیڅ وسله او جګړه مار پاتې نشي.

د الوعر په سیمه کې تقریباً ۷۵ زره کسان اوسیږي. د سوریې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي دي چې د موافقې له مخې به دولس زره کسان د دغه ښارګوټي نه وایستل شي چې ۲ زره او ۵ سوه یې یاغیان دي.

په موافقې کې حکومت او یاغیانو دا منلې وه چې د الوعر په ښارګوټي کې به سل تنه روسیې عسکر ځای پر ځای شي.

XS
SM
MD
LG