د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي کوریا، جاپان او اندونیزیا کې د کرونا بې ساري نوې قضیې


د کرسمس رخصتي او جشنونه ښایي د کرونا ویروس د قضیو د زیاتیدو سبب وي.
د کرسمس رخصتي او جشنونه ښایي د کرونا ویروس د قضیو د زیاتیدو سبب وي.

په جنوبي کوریا، جاپان او اندونیزیا کې په یوه ورځ دومره ډیر کسان د کرونا په ویروس اخته شوي چې پدې هیوادونو کې ساری نلري.

په جنوبي کوریا کې چارواکو ویلي چې یوازې ۱۲۰۰ کسان نن د جمعې په ورځ، ډسمبر ۲۵ (مرغومي۵) په پایتخت سیول کې د کرونا په ویروس اخته شول.

په ټول جاپان کې بیا د دې ویروس ۸۸۴ تازه قضیې ثبتې شوي او تر ټولو ډېرې یې په پایتخت توکیو کې دي.

بل پلو بیا په اندونیزیا کې نن ۷۲۵۹ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او ۲۵۸ کسان یې مړه کړي. پدې تازه قضیو سره په اندونیزیا کې دکرونا ویروس له وجې د مړو شویو کسانو شمیر ۲۰۸۴۷ او پدې ویروس د اخته شویو کسانو شمیر ۷۰۰۰۹۷ ته لوړ شو.

د روغتیایي چارو مسؤلین وایي د کرسمس د رخصتیو پر وخت د خلکو ډیر تګ راتګ او راټولیدل ښایي د دې سبب شوی وي چې په یو شمیر هیوادونو کې ډیر کسان د کرونا په ویروس اخته شي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره تیر کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شوی خو د روغتیا نړیوړال سازمان وایي چې اوس د نړۍ ۱۹۶ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی.

د کرونا په ویروس تازه قضیې په یو شمیر هیوادونو کې پداسې وخت کې مخ په ډیریدو دي چې ګڼ شمیر هیوادونو د دې ویروس ضد واکسین پیل کړی.

مکسیکو په لاتینې امریکا کې لومړنی هیواد شو چې د کرونا ضد واکسین پیل کوي. دې ویروس په مکسیکو کې تر اوسه ۱۲۰ زره کسان مړه کړي.

چلي ته هم د فایزر-بایونټیک ۱۰ زره ډوزه واکسین رسیدلی او ټاکل شوې چې دا واکسین به د روغتیایي چارو کار کوونکو ته ورکړل شي. چین ۱۰ ملیونه ډوزه واکسین پیرودلی او لومړنۍ جوپه یې ورته رسیدلې.

همدرانګه د امریکا په متحده ایالاتو کې دویمه اوونۍ ده چې د کرونا ویروس ضد واکسین پیل شوی او نږدې یو ملیون کسانو ته واکسین ورکړل شوی. اکثریت واکسین شوي کسان د روغتیايي چارو کار کوونکي او د پاخه عمر کسان دي.

امریکایي چارواکي وایي پلان لري چې د سږ کال تر پایه لږ تر لږه ۲۰ ملیون کسان واکسین شي.

د جمهور رئیس ټرمپ حکومت د فایزر-بایونټیک د شرکتونو سره موافقه کړې چې د ۲ ملیاردو ډالرو په بدل کې ۱۰۰ ملیونه ډوزه نور واکسین هم واخلي. پدې سره به امریکا د بل کال د جولاۍ د میاشتې تر نیمیایي پورې لږ تر لږه ۲ سوه ملیونه ډوزه واکسین ولري.

د کرونا ویروس د ټول نه ډیر د امریکا متحده ایالت ځپلي دي.

د جان هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو له مخې دې ویروس په امریکا کې ۳۲۷ زره کسان مړه کړي او ۱۸.۵ ملیونه نور یې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG