د لاس رسي وړ اتصالات

د تلیفون د مصرف د کمولو ۶ طریقې


FILE - A man poses holding his cell phone in Minneapolis, Minnesota.
FILE - A man poses holding his cell phone in Minneapolis, Minnesota.

ډیر وخت کله چې خلک له یوه هېواد څخه بل ته سفر کوي د تلیفون مصرف یې زیاتیږي ځکه د تیلفوني خدمتونو وړاندې کوونکې شرکتونه ورباندې خپل خدمات په لوړ قیمت پلوري. ډیر امریکایان چې د کرسمس او نوي عیسوي کال په رخصتیو کې نورو هېوادونو ته سفرونه کوي د تلیفون لګښت یې بیخي زیاتیږي. په دغه رپوټ کې د هغو شپږ سپارښتنو یادونه شوې چې د تلیفون د مصرف له کمولو سره مرسته کوي:

له خارجي تلیفوني خدماتو ګټه اخیستل

د بهرنیو هېوادونو له تلیفوني خدماتو ګټه اخیستل له اقتصادي پلوه ارزانه تمامیږي، خو ډیر عملي ځکه نه دي چې د Verizon له شرکت پرته نور امریکايي شرکتونه د تلیفون د پیسو د ورکولو د دوه کلن قرارد له ختمېدو مخکې خپلو مشتریانو ته د تلیفون د unlock کولو اجازه نه ورکوي او خارجي سیم کارت په کې نشی کارولئ.

په بهر کې له تلیفون څخه د استفادې د پلان ترتیبول

د تلیفوني خدمتونو له وړاندې کوونکي شرکت سره مو خبرې وکړئ څو د تلیفون پلان مو نړیوال کړي او تاسو وکولی شی کوم هېواد ته چې سفر کوئ هلته ورڅخه استفاده وکولی شئ.

د تلیفون ډیټا بندول یا offکول

په آیفون کې د "Cellular Settings" یا د موبایل د تنظیماتو برخه او د اندروید د عامل سیستم په کارونکو تلیفونونو کې د "Mobile Data" برخه بنده کړئ.

له ډیټا څخه د استفادې کمول

که چیرې د Cellular برخه د لنډې مودې لپاره هم خلاصه یا on وي تلیفون ته مو پخوا در لېږل شوي پیغامونه درځي او ډیټا مو مصرفوي.

نو ښه به داوي چې د Cellular ترڅنګ نور اپلیکیشنونه هم بند کړئ.

بهرته له تګ مخکې د ډیرو شیانو ډونلوډ کول

بهر ته له سفر کولو مخکې په خپل تلیفون کې د موزیمونو او نورو هغو ځایونو په هکله چې غواړئ لیدنه ورڅخه وکړئ، معلوماتي اپلیکیشنونه او د ګوګل نقشه ډونلوډ کړئ.

د ډیټا د مصرف چک کول

د ډیټا مصرف مو په منظمه توګه چک کوئ چې پوه شئ څومره مصرف شوې.

په آیفون تلیفونونو کې د ډیتا د مصرف د معلوملو لپارهد "Cellular"- "Current Period Roaming" برخه چک کړئ او له هغه وروسته د" Reset Statistics" برخه کېکاږئ.

او د اندروید په عامل سیستم لرونکو تلیفونونو کې د " Data usage" برخه چک کړئ.

XS
SM
MD
LG