د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې د مهاجرت کړکیچ زور اخیستی


د هغو مهاجرو کتار چې له اتریش څخه جرمني ته تیریږي.
د هغو مهاجرو کتار چې له اتریش څخه جرمني ته تیریږي.

یوولس تنه چې زیات شمیر یې ماشومان وو په داسې حال کې مړه شول چې یوه کښتۍ د جمعې په ورځ د یونان په ساحل کې ډوبه شوه. په دغو مړه شویو کسانو کې افغان مهاجر هم شامل دي.

له بلې خوا په جرمني کې د پناه غوښتونکو له کړکیچ سره مبارزه جدي شوې چې د دې هیواد د صدراعظمې د محافظه کار ګوند یو لوړپوړی چارواکی د اتریش په پوله د "سرحدي مرکزونو" د جوړېدو وړاندیز کوي، دا کار د دې لپاره کوي چې د رد شویو پناغوښتونکو بېرته ستنول چټک شي.

د جرمني د بایرن ایالت مشر هورست زیهوفر چې د کرستین سویال یونین یا د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند مشر هم دی وایي"مونږ باید خپل هوډ ته رښتنیني واوسو چې ۲۰۱۶ کال باید د مهاجرت په اړه زمونږ د پالیسۍ د بدلون کال وي."

ښاغلی زیهوفر زیاتوي چې دغه بدلون باید په څو راتلوونکو میاشتو او حتی هم په څو اونیو کې راشي. د هغه په وینا دا ځکه چې پناه غوښتنه لا هم نه ده دریدلې او دا چې دوی دغه کار ته دومره وار نه شي کولای چې یو میلیون نور پناه غوښتونکي هم جرمني ته راورسیږي.

د بایرن ایالت د اتریش سره هم سرحده دی او اکثر مهاجر چې د اتریش څخه د ځمکې له لارې جرمني ته راځي لومړی د همدې ایالت څخه تیریږي.

د جرمني په راینلند فالتز کې د صدراعظمې انګیلا مرکل د ایتلاف د مسیحي دموکرات اتحاد مشره جولیا کلویکنر وایي هغه فکر کوي چې اروپا ته د زیات شمېر مهاجرو د مخه کولو په اړه د اروپایي حل لارې لپاره د میرمن مرکل هڅه اوس هم سم تصمیم دی.

دا په داسې حال کې دي چې د آغلې مرکل د ایتلافي حکومت د بل غړي ګوند، سوسیال دموکرات مشر زیګمار ګابریل وایي د مرکل ملګرو له لورې دا ډول وړاندیزونه د بحث لپاره نه دي وړاندي شوي او دا یواځې د هغوی د انتخاباتي مبارزې لپاره دي چې هیڅکله به هم پلي نه شي.

جرمني ته په تېر کال کې یو عشاریه یو میلیون مهاجر تللي دي چې دا کار ددې هېواد د ټولو سیاسي اړخونو د غبرګون سره مخامخ شو؛ د هغو زیات شمېر مهاجرو سره د چلند بڼه بدله شي چې د سوریې، عراق، افغانستان او نورو هیوادونو څخه د جګړو او فقر له وجې تښتي.

له بلې خوا د جرمني پر صدراعظمې باندې د پرانستو دروازو د پالیسۍ په وجه د خپلو محافظه کارو ملګرو او نورو د پرله پسې فشار سره سره ددې پر ځای چې هغه د جرمني پولې وتړي هڅه یې کړې چې اروپایي هېوادونه دې ته قناعت ورکړي چې د مهاجرو په منلو کې برخه واخلي.

همدا شان میرمن مرکل هڅه کوي چې د مهاجرو د ثبت مرکزونه دې د اروپا په بهرنیو پولو کې جوړ شي. هغې د اروپا د هغه کمپاین مشري هم کړې چې ترکیه دې ته قانع کړي اروپایي ټولنې ته د مهاجرو د راننوتلو مخه ونیسي، خو منتقدین وایي دغه پروسه ډېره ورو ده.

XS
SM
MD
LG