د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۲ د لاټرۍ ویزو لپاره نوملیکنه پیل شوه


امریکا هر کال د لاټرۍ ویزو له لارې لسګونه زره خلک را غواړي
امریکا هر کال د لاټرۍ ویزو له لارې لسګونه زره خلک را غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي پلان لري چې په ۲۰۲۲ کې د لاټرۍ ویزې له لارې د افغانستان په ګډون د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه ۵۵زره کسانو ته اقامه ورکړي او امریکا ته یې راوغواړي.

د امریکا د قوانینو په اساس له دې لارې ډېر چانس هغو هېوادونو ته ورکول کیږي‌ چې په تېرو پنځو کلونو کې یې تر ۵۰زره کم کسان امریکا ته راغلي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي افغانان کولی شي په دغې قرعه کشۍ کې خپل بخت وازمایي،‌ خو د پاکستان، هند چین، بنګله دېش، نیپال او یو شمېر نور هېوادونه بیا د دغه کال په پروګرام کې شامل نه دي.

د لاټرۍ ویزو ته نوملیکنه د اکتوبر په اوومه (تله ۱۶) نېټه پیل شوې او د نومبر تر لسمې (لړم۲۰) به روانه وي.

عریضه کوونکي باید پاسپورت ولري‌ او تاریخ یې هم تېر نه وي. په نورو شرایطو کې ویل شوي دي‌ چې عریضه کوونکي باید له دولسم ټولګي څخه فارغ وي‌ او د کار دوه کلنه تجربه ولري.

د دغې قرعه کشۍ لپاره نوملیکنه په دغه ویبسایټ کې کیږي او وړیا ده.

عریضه کوونکي باید د نوملیکنې لپاره هېچا ته هم پېسې ورنکړي‌.

په دغې ویدیو کې د فورمې ډکولو لارې چارې ښودل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې که څوک غواړي‌ له دغې لارې امریکا ته راشي، ژر تر ژره دې نوملیکنه وکړي ځکه چې په وروستیو اونیو کې بیا ازدحام زیاتیږي او د نوملیکنې پروسه څه نا څه ټکنۍ کیږي.

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۷ کې دغه پروګرام له هغه وروسته وځنډوه چې یو ازبیکستاني په نیویارک کې په یو برید کې اته تنه ووژل. دغه کس د همدغې قرعه کشۍ له لارې امریکا ته راغلی و.

هغه د امریکا له کانګرس څخه غوښتي وو چې د قرعه کشۍ پر ځای دې داسې یو سیستم جوړ کړي چې د «لیاقت» له لارې خلک امریکا ته راوغوښتل شي.

د ۲۰۲۲ د لاترۍ ویزې ګټونکو ته به د همدغه کال د سپتمبر تر ۳۰ پورې ویزې ورکول کیږي.

همدغه راز د ۲۰۲۱ د لاټرۍ ګټونکو ته به د همدغه کال د سپتمبر تر ۳۰ پورې ویزې ورکول کیږي چې امریکا ته راشي.

پوره معلومات دلته لوستلی شئ.

XS
SM
MD
LG