د لاس رسي وړ اتصالات

عالمان د ګوزڼ واکسين تطبيق اسلامي رسالت دی


که څه هم طالبانو د پوليو له واکسين سره کوم ښکاره مخالفت ندی ښودلی، خو د ناامنيو له امله د پکتيکا په يو شمېر سرحدي سيمو کې د کمپاينونو پرمهال شاوخوا ۶ زره ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين نه وو رسيدلي.

خو اوس ظاهراً داسې ښکاري، چې په يادو سيمو کې امنيتي وضعيت په ښه کیدو دی. د ګيانې ولسوالۍ اوسېدونکي مياخان امريکاغږ ته وويل، چې له ناامنۍ پرته د واکسين په مخ کې کوم بل جدي خنډ نه ويني.

” زموږ په سيمه کې له واکسين سره داسې ښکاره مخالفت څوک نلري. اکثره ماشومان واکسين کېږي. د ډاکټرانو په وينا واکسين ډېره ګټه لري. له خلکو مې غوښتنه ده، چې خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکړي‟.

مدني فعال اکبر راحل له روغتيايي کارکوونکو او خلکو غوښتنه لري، چې د کمپاين پرمهال د واکسين تطبيق ته ډېره پاملرنه وکړي. د ده په وينا لږه بې پروايي هم د ماشومانو روغتيا له خطر سره مخ کوي.

” پوليو يواځې په افغانستان او پاکستان کې پاتې ده. پوليو ماشومان دايمي فلج کوي. د پوليو ضد واکسين هغه څه دي، چې د نه تطبيق له امله يې وروسته سړي ته ارمان ورځي‟.

په همدې حال کې د پکتيکا د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولي ګل وايي، چې ټولو سيمو ته يې د صي رضاکارانو د رسېدو په خاطر له روغتيايي مسوولينو سره پر يوه ګډ پلان کار کړی دی.

که څه هم ډاکټر ولي ګل له واکسين څخه د پاتې کېدونکو ماشومانو شمېر په ډاګه نه کړ، خو ويې ويل، هڅه يې دا ده، چې هيڅ ماشوم د پوليو له واکسين محروم پاتې نشي.

”د پوليو واکسين هغه څاڅکي دي، چې موږ يې ماشومانو ته کاروو. په دې برخه کې له ناامني پرته کومه جدي ستونزه نلرو. انشاالله په دې کمپاين کې به د ټولو ولسواليو لرې پرتو سيمو ته ورسېږي‟.

د پکتيکا د حج او اوقافو رئيس مولوي ضبت الله د ماشومانو د فلج د مخنيوي په خاطر هغوی ته د پوليو ضد واکسين تطبيقول د ټولنې اسلامي رسالت بولي.

”په شريعت کې موږ داسې مسئله نده پيدا کړې، چې د پوليو د واکسين ممانعت وکړي. د مصر نړيوال پوهنتون علماوو هم جواز ورکړی. تجربو هم ښودلې، چې مخکې به د ګوزڼ ناروغي يو مخ ډېره وه، خو له کومه وخته چې واکسين مروج شوي، دا ناروغي د له منځه تلو په حال کې ده‟.

معمولاً د ګوزڼ پرضد د مبارزې په ترڅ کې د هر درې ورځني کمپاين پرمهال په ټوله پکتيکا کې شاوخوا ۱۷۰ زره ماشومانو ته، چې تر پنځه کلنۍ کم عمر لري، د فلج د مخنيوي واکسين ورکول کېږي

XS
SM
MD
LG