د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکي ډیموکراتان او حکومتي مالیه


یوه اونۍ کېږي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید میت رامني د کانګرس غړی پال راین خپل د مرستیال په توګه اعلان کړ. د پال راین د انتخابابېدو په هکله د امریکایانو ترمنځ بیلابیل غبرګونونه رابرسیره شول. ځینو ویل چې د سیالۍ ډګر ته د هغه راتګ د رامني په ګټه ده او ځینو بیا ویل چې رامني د هغه په راوستلو سره یوی ډیر لوی حرکت کړی چې کیدای شي مثبت او منفي عواقب ولري خو پر یوې خبري ټول سلا دي هغه دا چي راین هغه سیاست مدار دی چې د حکومت د زیاتو لګښتونو خلاف دی.

د امریکا د ویرجینیا ایالت د امریکا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې تل د هغه ایالتونو په جمع کې راځي چې انحطاف پذیره وي او کاندید ته په کتو سره رایې ورکوي. په دغه ایالت کې یو ګوند هم قاطع اکثریت نلري چې پر اساس یې د بریالیتوب وړاندوینه وکړي. جمهوري غوښتونکي کاندید میت رامني تیره شنبه خپل مرستیال پال راین په همدغه ایالت کې اعلان کړ او د هغه وخت راهیسي راین دوځلي په دې ایالت کې خپلو پلویانو ته ویناګانې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر اوباما د ۱۹۶۰ لسیزې راهیسي لومړی ډیموکرات کاندید و چې د ویرجینیا ایالت یې د ۲۰۰۸ کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې وګټی. ولسمشر ددغه ایالت د ریچمانډ سیمې ته په تیرو ۱۲ میاشتو کې څو ځلي سفرونه کړي دي.

پال راین هم نن د ویرجنیا ایالت ته راغلی و چې خپلو پلویانوته وینا وکړي هغه داسي وویل،،مونږ یو غټ انتخاب په مخ کې لرو او ددغه انتخاب د کولو دپاره لا تر اوسه پوري ډیر ناوخته شوی نه دی.مونږ کولای سو چې پر هماغه مسیر باندي مزل وکړو چې ولسمشر اوباما پیل کړی دی او خپل هیواد لا په پور او شک کې ډوب کړو او د زوال پر خوا روان شو یا کولای شو چې بیرته پر سمې لارې ولاړ شو او خپل اصول یو ځل بیا پلي کړو چې بیرته پر سم مسیر برابر شو. مونږ کولای شو چې خپل اقتصاد بیرته پر پښو ودرو او ددغه هیواد ستروالی وژغوري. پریکړه اوس زمونږ په لاس کې ده.،،

د یادونې وړ ده چې یوه موضوع چې جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان پرې د نظر اختلاف لري. د مالیاتو مسله ده چې ډیره مهمه ګڼل کېږي. جمهوري غوښتونکي وايي بډایه او غریب دي یو ډول مالیه ورکوي ځکه بډایه په دې ټول هڅول کېږي چې پانګه اچونه وکړي او خلګو ته کارونه پیدا کړي. ډیموکراتان بیا وايي چې بډایه دي ډیره مالیه ورکړي ځکه ډیرې پیسې جوړوي.

میت رامني په جنوبي کرولینا کې غوښتل چې د روغتیا پر مسلې خبري وکړي خو پر ځای یې مجبور کړل شو چې د مالیاتو پر مسلې باندي وغږېږي. ،،ما خپل د مالیاتو دوسیې لیدلي دي او په تیرو ۱۰ کلونو کې مي حکومت ته حد اقل ۱۳ په سلو کې مالیات ورکړي دي. وروستی کال مي زه چي وام ۱۳،۶ فیصده وو.،،

د رامني د انتخاباتو د کمپاین مسولین وايي چې ډیموکراتان د مالیاتو د موضوع په راپورته کولو سره غواړي د امریکایانو پاملرنه د مهمو مسلو نه بلي خوا ته واړوي. خو د ولسمشر اوباما د کمپاین مسولین بیا وايي چې رامني دي د تیرو ۵ کلونو د مالیاتو دوسیې راوباسي بیا به مونږ هیڅکله د هغه سره د مالیاتو پر مسلې بحث ونکړو.

د یادونې وړ ده چې کله د مالیاتو مسله مطرح شي نو رامني د خپل سیال پال راین په پرتله حکومت ته لږ مالیات ورکړي دي. پال راین په کال ۲۰۱۰ کې ۱۵،۹ فیصده مالیات ورکړي وو او په کال ۲۰۱۱ کې یې ۲۰ فیصده مالیات ورکړي دي په داسي حال کې چې رامني ۱۳ فیصده مالیات ورکړي دي. همدغه راز ولسمشر اوباما تیرکال حکومت ته ۲۰،۵ فیصده مالیات ورکړي او ۷۸۹۶۷۴ ډالره یې جوړ کړي دي.

په امریکا کې د مینځنی طبقې کورنۍ د کاله د ۵۰ څخه نیولې تر ۷۵ زرو امریکايي ډالرو پوري کلنیز عاید لري رامني په کال ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې د عامو امریکایانو په پرتله ۲۱ میلیون ډالر زیاتې پیسې جوړې کړي دي. رامني ځکه لږ مالیه ورکړې چې عاید یې د پانګه اچونې نه ترلاسه کړی چې عموما پرې مالیه د معاش په پرتله لږ وي.

حسیب الکوزی- واشنګټن
XS
SM
MD
LG