د زاړه بغلان د منګلو د سیمې په زراعتي پټو کې د شولو بوزغلی لکه بخملي څادر پر ځمکه ښکاریده، چا هم د شولو د نیال لپاره په ډنډ اوبو کې ځمکې هوارولې او په ځینو ځایونو کې خلک د بوزغلي په کښولو مصروف وو، چا غنم تریشل کول او چا هم د خس کپو لاندې د خټکو د پالیزونو ساتنه کوله.
ددغې سیمې زیات خلک دا وخت په کلي نه وي بلکه اکثر یې په ځمکو کې په کار اخته وي هر یو چې ګورې تر زنګنونو پورې په خټو ککړ وي ځکه چې د شولو په ډنډ پټو کې په کار اخته وي.
یو سپین ږیری چې خولې پرې راماتي دي لګیا دی د شولو لپاره ځمکه هواروي، هغه په ډنډ ځمکه کې ولاړ دی په بیل کې د خپل توان په اندازه خټه راخلي او د درمند یوې غاړی ته یې ږدي، هغه کار بس کړ او لاس یې تندي ته په اوچتولو سره سترګو ته سیورې کړ چې راروان خلک ښه وګوري، خواته ورځم چې دغه سپین ږیرې ولې د عمر په دغه وخت کې کار کوي: (( حاجی غلام محی الدین وایې چې هغه اتیا کلن دی او ټول عمر یې په دهقانۍ کې تیر شو، هغه اوس هم پنځه جریبه خپله ځمکه او پنځه جریبه د یو بل چا ځمکه په دهقانۍ کړی، هغه وایې چې که دی کار ونه کړي په هغه ورځ مریض وي، غلام محی الدین وایې دده ځمکه ښه حاصل ورکوي.))
لږ لری څو تنه د غنمو په تریشل اخته دي خو تر څنګ ځمکه یې چې قولبه شوی او ډنډ اوبه ده د غنمو دروزې په کې اوس هم ښکاري دغه دهقان که هم پنځه شپږ ته کاریګر په کار ګومارلي خو خپله هم لګیا دی او کار کوي، هغه وایې چې سږ کال یې غنمو ښه حاصل ورکړی، او په دې طمعه دی چې په راتلوونکې کې به یې شولې هم ښه حاصل ورکړي: (( هره ورځ یې مزدور ته پنځه سوه افغانۍ مزدوري ورکړی شل زره افغانۍ مې په نیال مصرف کړی او اولس نیم زره افغانۍ مې په غنمو مصرف کړی، او شولو ته به دیرش بوجۍ کیمیاوي سره ورکوي.))
یوه ډله ځوانان د شولو د بوزغلي په ډنډ پټي کې په زنګونو ناست دي او په دواړو لاسونو قوده قوده د شولو بوزغلی وباسي کیډۍ کوي یې او یوې خواته یې ګوزاري، دغه ځوانان په دې خاطر چې په کار پوه نه شي او په ضمن کې خپله ستړیا یې لرې کړي وي یو ډول غږونه کوي.
اکثر وخت دهقانان په هغه وخت کې چې څوک په خپله ځمکه کې په کار اخته وي د سلام پر ځای ورته د ښه چارې غږ کوي، او ددې په خاطر چې کارکوونکي تشویق شي د یا چار یار غږ په غبرګو اوازونو وایي: (( سلام الدین د دهقانۍ په کارونو اخته دی هغه شپږ جریبه ځمکه په اوه زره افغانۍ مزدورۍ نیولې هغه وایې چې د شولو نیال سخت کار دی خو چاره نشته، جلال الدین وایې چې دوي دغه بوزغلي وباسي او په ډنډ ځمکه کې یې شیندي او لس لس بوټي نیالوي، هغه وایې چې دهقانان د میزان د میاشتې اوبه شولو ته ورکوي نو ځکه خوږي وي، خو کله چې دهقانان حاصل واخلي نرخ له لاسه ورکوي، هغه زیاتوي چې یو من (اوه کیلو) وریجي په دوه سوه افغانۍ پلوري.))
د منګلو کلی د زاړه بغلان غرب لورته د خاورین غره په لمن کې پروت دی، ددې ځای خلک په خټینو کورونو کې ژوند کوي څو میاشتې وړاندې د منګلو کلی د دولت د مخالفو وسله والو ځای و خو اوس ددغې سیمې خلک ددې پر ځای چې ټوپک په غاړه کې واچوي په خپلو پټو کې په کار اخته دي، د منګلو د کلي دهقانان وایې چې دوي پریمانه اوبه لري نو ځکه یې د سیمې زیاته ځمکه په شولو کرل کیږي، په افغانستان کې د کندوز او بغلان ولایتونو وریجې په خوږوالي شهرت لري او اکثر وخت ددغو ولایتونو خلک په نورو ولایتونو کې خپلو دوستانو ته په تحفه کې وریجې وروړي.