د لاس رسي وړ اتصالات

غزنې کې د بم په چاودنې کې ۶ تنه وژل شوي او ۸ ټپي دي


چارواکي وايي دا موټر د سړک غاړې کې په ښخ شوي ماین برابر شوی
چارواکي وايي دا موټر د سړک غاړې کې په ښخ شوي ماین برابر شوی

د غزني په ولایت کې چارواکي وایي د ملکي کسانو د سپرلۍ یو موټر د دې ولایت د قیاق په سیمه کې په ماین برابر شوی.

د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده امریکا غږ ته ویلي چې دغه موټر د ښار نه د جغتو ولسوالۍ ته روان چې په لار کې په ماین برابر شوی.

ښاغلي جمعه زاده وویل چې امنیتي ځواکونو په پیښه کې ټپي شوي کسان ولایتي روغتون ته وړي. په وژل شویو او ټپي شویو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د والي ویاند وویل چې دا ماین طالبانو ایښی خو طالبانو تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي. طالبانو د دې چاودنې نه وړاندې د جغتو د ولسوالۍ اوسیدونکو ته ویلي و چې پدې لارې دې تګ راتګ نکوي.

په همدې حال کې د غزني د ولایتي روغتون مشر، باز محمد همت امریکا غږ ته وویل چې د پیښې د ځای نه ورته پنځه ټپي شوي کسان ور وړل شوي چې دوه یې میرمنې او درې یې ماشومان دي.

د نجیب الله په نامه د سیمې یوه اوسیدونکي امریکا غږ ته وویل چې ماین د جغتو ولسوالۍ په یو فرعي سړک کې ځای پر ځای شوی و چې ولسوالۍ د یوسف په نامه د کلي سره یو ځای کوي.

د جغتو ولسوال یاسین جویا هم امریکا غږ ته پیښه تایئد کړه او زیاته یې کړه چې په موټر کې د بي بي مریم د ښوونځۍ لپاره درسي کتابونه بار و او څوارلس کسان پکې سپاره و.

XS
SM
MD
LG