د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې په چاودنه کې د ولسي جرګې غړی ټپي شوی


د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي نن دغې جرګې ته وویل چې په کابل کې په جاودنه کې د فکوري بهستي زوی هم ټپي شوی.
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي نن دغې جرګې ته وویل چې په کابل کې په جاودنه کې د فکوري بهستي زوی هم ټپي شوی.

نن د چهارشنبې د ورځې سهار په ۸:۳۰ بجو د کابل ښار په لویدیځه خوا کې یوه چاودنه شوې، چې د پولیسو د وینا له مخې د کابل په شپږمه حوزه کې د قلعه ناظر په سیمه کې شوې ده.

عیني شاهدان وایي، دا چاودنه هغه وخت وشوه چې له دغې سیمې په ولسي جرګه کې د بامیانو د خلکو د یو استازي جمال الدین فکوري بهشتي دسپرلۍ موټر د تیریدو په حال کې وو.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د ولسي جرګې نننۍ غونډې ته وویل، چې په دغه چاودنه کې ښاغلی فکوري بهشتي او د هغه زوی ټپیان شوي دي.

ابراهیمي وویل، ټپیان د ملي امنیت روغتون ته د رملنې لپاره وړل شوي دي.

پولیسو تراوسه د دغې چاودنې د بڼې په اړه څه نه دي ویلي.

خو عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا چاودنه په دغه سیمه کې د یو پل لاندې د مخه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

عیني شاهدان وایي، په دې چاودنه کې څلور تنه ټپیان شوي او د ولسي جرګې د غړي فکوري بهشتي د بدرګې موټر ته زیان رسیدلی دی.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي د دې پیښې په اړه د ولسي جرګې په غونډه کې د تبصرې په وخت دا برید په مسکو کې د چین، روسيې او پاکستان درې اړخیزې غونډې پایله وګڼله.

دا برید په تیرو اتو ورځو کې په کابل کې د ولسي جرګې په غړو دوهم برید دی.

تیره دوشنبه درې ځانمرګو بریدګرو په ولسي جرګه کې د هلمند د ولایت د یو استازي معلم میرولي په کور برید کړی وو، چې له امله یې اته تنه ووژل شول او د معلم میرولي په ګډون اوه تنه نور په کې ټپیان شول.

د معلم میرولي په کور د برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی وو. خو تراوسه لا کومې ډلې په فکوري بهشتي باندې د برید مسولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG