د لاس رسي وړ اتصالات

رابرټ بیلز ښايي له ټرمپ بخښنه وغواړي


رابرټ په ۲۰۱۲ کې په پنجوايي کې۱۶ ولسي افغانان ووژل، مخکنې ولسمشر کرزي د هغه د اعدام غوښتنه کړې وه
رابرټ په ۲۰۱۲ کې په پنجوايي کې۱۶ ولسي افغانان ووژل، مخکنې ولسمشر کرزي د هغه د اعدام غوښتنه کړې وه

د امریکايي ځواکونو د خورد ضابط رابرټ بیلز وکیل وايي که نورې ټولې لارې ورباندې بندې شوې له ولسمشر دونالد ټرمپ نه به وغواړي چې بیلز وبخښي.

رابرټ بیلز په ۲۰۱۲ کال کې د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کې له خپلې پوځي قرارګاه څخه ووت، په کلیو کې یې پر ولسي افغانانو ډزې وکړې او ۱۶ تنه یې ووژل چې ښځې او ماشومان هم په کې وو.

یوې امریکايي محکمې هغه د عمر بند په سزا محکوم کړ، سره له دې چې مخکني ولسمشر حامد کرزي د امریکا له حکومت څخه د دغه سرتیري د اعدام غوښتنه کړې وه.

خو اوس د ښاغلي بیلز مدافع وکیل جان ماهر ویلي دي که نورې ټولې لارې پرې بندې شي، له ولسمشر ټرمپ څخه به وغواړي چې د خپل اجرایي واک څخه کار واخلي او رابرټ بیلز وبخښي.

تېره میاشت د ښاغلي بیلز مدافع وکیلانو له محکمې غوښتي وو چې د هغه پر قضیې دې له سره کتنه وکړي. دوي ادعا کړې وه چې بیلز افغانستان ته تر تګ مخکې د ملاریا مفلوكوين خوړلې وي او ښايي د همدغو ګولیو بدو اغیزو هغه په کندهار کې د ولسي افغانانو وژلو ته هڅولی وي.

د امریکا سي بي اس تلویزون د راپور په اساس ډاکټران وایي دغه ګولۍ کله ناکله سړی کنګس کوي، زړه تنګی ورکوي، بې باوره کوي، توازن یې ختموي، غوږونه یې درنوي او دا ډول ځینې نورې ناروغې هم ورته پیدا کوي.

تراوسه لا معلومه نه ده چې محکمې د هغه د مدافع وکیلانو غوښتنه منلې کنه.

د قانون له مخې ولسمشر ټرمپ کولی شي یو محکوم، چې هغه فکر کوي سم عدالت ورسره نه دی شوی، وبخښي. ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې یو امریکايي سرتېری کرېشن ساسر هم بخښلی و. دغه سرتیری د پټواسنادو د تصویر اخیستلو په تور یو کال بندي‌ شوی و.

XS
SM
MD
LG