د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې د هاوان مرمیو لګېدو ۱۴ تنه وژلي۲۶ ټپيان دي


دفاع وزارت هم ویلي چې تر پېښې وروسته د ټپيانو د انتقال لپاره یو پلاوی سیمې ته رسېدلی.
دفاع وزارت هم ویلي چې تر پېښې وروسته د ټپيانو د انتقال لپاره یو پلاوی سیمې ته رسېدلی.

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د هاوان مرمیو لګېدو له امله ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پېښه چې نن د جمعې په سهار د «چنګاښ میاشتې پر۱۴مه» رامنځته شوې د چارواکو په وینا ۱۴ تنه پکې وژل شوي او ۲۶نور ټپیان شوي دي.

د هاوان دغه مرمۍ پر داسې مهال د خواجه سبزپوش ولسوالۍ پر بازار لګېدلی چې د دغه ولایت د چارواکو په وینا په یاده ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځه نښته روانه وه.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش امریکا غږ ته وویل، چې د خواجه سبز پوش ولسوالۍ پر بازار دغه هاوانونه او راکټونه د طالبانو لخوا توغول شوي دي.

هغه وویل:"په داسې حال کې چې نن د جمعه بازار ورځ هم ده، مخالفینو پر بازار څو راکټونه او هاوان مرمۍ توغولي دي، تر دا مهاله د ۱۴وژل شوو او ۲۶ ټپيانو راپور ورکړل شوی دی، د پېښې قربانیان ټول ملکیان دي."

نوموړي زیاته کړه چې اوس هم په دغه ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

د افغانستان دفاع وزارت هم په یوه بیان کې ویلي چې تر پېښې وروسته د ټپيانو د انتقال لپاره یو پلاوی سیمې ته رسېدلی او ټپیان یې انتقال کړي دي.

بلخوا د یاد ولایت د روغتیا ریاست مشر ډاکټر نعیم مصمیم بیا وايي، چې تر دامهاله د پېښې له ځایه ۲۸ ټپيان او څلور جسدونه روغتونونو ته انتقال شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

له سیمې یو عیني شاهد هم امریکا غږ ته وویل، چې یاد هاوانونه د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په بازار کې د څارویو د پلور پر مرکز لګېدلي دي.

که څه هم افغان چارواکي د یادو هاوانونو توغول د طالبانو کار بولي، خو طالبانو رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي چې د دغو توغندیو او هاوانونو توغول په دې پوري اړه لري.

XS
SM
MD
LG