د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت دې د رسنیو قانون رعایت کړي – ار اس اف


د بې‌پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) له خبریالانو سره د افغانستان د ملي امنیت ریاست او یو شمیر افغان دولتي چارواکو د چلند په اړه انتقاد کړی دی.

دغه سازمان په یوې اعلامیه کې جمهور رئيس غني ته د "کافر" خطاب کولو په تور د ملي امنیت ریاست له خوا د یو افغان خبریال د نیولو پېښې او په زوره ترې د اعتراف اخیستلو ته په اشارې ویلي چې دغه خبریال وروسته له هغې افغان ځواکونو نیولی چې نوموړي د خپل فیسبوک پاڼې د هک کېدو او ترې د بل چا له خوا جمهور رئیس ته د سپکاوي پوسټونو د خپرولو خبر ورکړی وو.

په اعلامیې کې دغه راز په خوست ولایت کې د ملي امنیت ریاست ځواکونو له خوا په غیرقانوني توګه د یو سیمه‌ییز خبریال فاروق جان منګل د کور پلټلو ته اشاره شوې او ویل شوي چې دغو ځواکونو د محکمې له حکم پرته د نوموړي کور تلاشي کړی او هغه یې له ځان سره بیولی دی.

ار اس اف ویلي: "فاروق جان منګل یې د ملي امنیت ریاست مرکز ته بیولی او له دوو ساعتونو تحقیق وروسته یې ویلي اشتباه شوې ده او له معذرت غوښتلو وروسته هغه بېرته خوشې کوي".

همدا شان ار اس اف پاکستان ته د مصنوعي تنفس الو د قاچاق په اړه د پژواک خبري اژانس د یو تحقیقي راپور په تړاو د مشورې په پلمه ولسي جرګې ته د دغه اژانس د مشر احضارولو ته هم اشاره شوې ده.

د ایران او افغانستان لپاره د بې‌پولې راپور ورکوونکو سازمان مسول رضا معیني دغو قضیو ته په غبرګون کې ویلي: "موږ له جمهور رئیس اشرف غني او د جمهور رئيس له مرستیال امرالله صالح څخه غواړو چې د ټولیزو رسنیو قانون رعایت کړي".

ښاغلي معیني ټینګار کړی چې رسنۍ باید د اطلاع رسونې او له فساد سره د مبارزې په برخه کې له کوم خنډ پرته کار کولو ته پرېښودل شي.

ار اس اف ویلي چې د افغانستان د تولیزو رسنیو د قانون په اساس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو او خبریالانو سرغړونو ته د رسیدنې صلاحیت لري.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان ملي شورا، د جمهور رئیس مرستیال او ملي امنیت ریاست حق نه لري چې خبریالان او د رسنیو مسولین احضار کړي، وې‌نیسي او یا وې‌ګواښي.

افغان چارواکو تر اوسه د بې‌‌پولې راپور ورکوونکو سازمان دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د بې‌پولې راپور ورکوونکو سازمان د ۲۰۲۰ کال د راپور په اساس افغانستان د مطبوعاتو او رسنیو د آزادۍ له پلوه په شا تګ کړی او اوس د نړۍ د هېوادونو په کچه ۱۲۲ ځای کې دی.

دغه سازمان د طالبانو او داعش تحمیل شوې جګړه، د جنګسالارانو او مفسدو دولتي چارواکو له خوا د خبریالانو ځورول په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې د دایمي ګواښونو په توګه یاد کړي دي.

XS
SM
MD
LG