د لاس رسي وړ اتصالات

ار ایس ایف: افغانستان د خبریالانو لپاره درییم خطرناک هیواد دی


ار ایس ایف وايي سږکال افغانستان کې نهه خبریال او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د بې پولې راپور ورکونکو ټولنې " ار ایس ایف" په ۲۰۱۷ کال کې په نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه نن د سه شنبې په ورځ خپل کلنی راپور خپور کړ، چې په کې افغانستان هم د نړۍ په هغو څلور هیوادونو کې شامل دی، چې دغې ټولنې د خبریالانو لپاره ټر ټولو خطرناک بللي دي.

" ار ایس ایف" وايي، سږکال په سوریه کې دولس، مکسیکو کې یوولس، افغانستان کې نهه او په عراق کې اته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي.

د بې پولې راپورورکونکو ټولنې، په دغه راپورکې روان ۲۰۱۷ عیسوي کال د لومړۍ ورځې څخه د همدې کال د دسامبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې پورې، په هیوادونو کې د اطلاع رسونې د ازادۍ پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې، د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو په اړه معلوماتو ته ځای ورکړل شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې په روان ۲۰۱۷ عیسوي کال کې په نړۍ کې ۶۵ خبریالان وژل شوي او ۳۲۶ نوربندیان شوي دي.

" ار ایس ایف" په دې راپور کې ویلي "سږکال په نړۍ کې ۶۵ خبریالان، ښاري خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. ۲۶ تنه یې د کار پروخت یا په بمباریو کې او یا هم په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي او ۳۹ نور د سیاسي، مذهبي او مافیایي کړیو پر وړاندې د خبرورکولو یا پلټنو له امله چې د دغو ډلو ګټې یې ګواښلې پرې برید شوی او وژل شوي دي".

"ار ایس ایف" وایي ۶۰٪ د دغو وژل شوو خبریالان دي چې د تیرکال پرتله د وژلو په پیښو کې ۱۸٪ کموالی ښيي.

"ار ایس ایف" د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژ نې په کچه کې د کموالي یو علت د خپل مصونیت په اړه د خبریالانو ترمنځ د خبرتیا زیاتیدل ښودل شوي دي.

د خبریالانو لپاره ترټولو ګواښوونکي هیوادونه

په دې راپور کې سږکال هم سوریه ترټولو ګواښوونکی هیواد بلل شوی چې په کې دولس خبریالان وژل شوي، چې ورپسې مکسیکو ده، چې سږکال په دغه هیواد کې ۱۱ خبریالان وژل شوي.

د "ار ایس ایف" په دې راپور کې افغانستان د خبریالانو لپاره درییم ستر ګواښوونکی هیواد ښودل شوی او ویل شوي چې په دې هیواد کې سږکال ۹ تنه خبریالان اود رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

"ار ایس ایف" په دې راپور کې ویل شوي چې سږکال په عراق کې اته خبریالان وژل شوي، چې د دغې ټولنې په لیست کې یې د څلورم ګواښوونکي هیواد لقب غوره کړی دی.

همداشان د "ار ایس ایف" په دې راپور کې فیلیپین په نړۍ کې د خبریالانو لپاره پنځم ترټولو ګواښوونکو هیوادونو په ډله کې شمیرل شوی.

XS
SM
MD
LG