روسیې وایي چې واشنگټن به ډېر ژر یو استازی مسکو ته ورولیږي چې د ختیځ اکراین پر موضوع خبرې وکړي.
روسیې دا اعلان له هغې وروسته وکړ چې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف په مانیلا کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر سره یو ساعت ولیدل.
د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې په تور د بندیزونو تر لگول کیدو وروسته، دا د دواړو هیوادونو د جگپوړو مشرانو تر منځ لومړنۍ لیدنه وه.
ښاغلي لاوروف وویل امریکایي دیپلومات کورت واکر به د اوکراین لپاره د روسیې له استازې ولادیسلاف سرکوف سره وگوري. امریکایي دیپلومات څو اونۍ وړاندې په ختیځ اوکراین کې له هغو وسله والو سره ولیدل چې د کیف د حکومت سره جنگیږي.
د اوکراین جگړه درې کاله وړاندې د روسیې لخوا د کریمیا په نیولو پیل شوه او په خیتځ اوکراین کې لس زره کسان وژل شوي دي.
امریکایي دیپلومات ریکس ټیلرسن د خبریالاتو پوښتنې بې ځوابې پریښودې او د روسي سیال سره یې د خبرو اترو هیڅ ډول جزئیات ورنکړل.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل "د امریکا لخوا د بندیزونو برسیره، موږ فکر کوو چې امریکایان باید د خبرو اترو دروازه خلاصه پریږدي. بل هیڅ بدیل نلرو".