د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه او روسیه غېر نظامي ساحه جوړوي


دروسېې جمهوررئیس ولادیمیر پوټین، ښی اړخ، ا و د ترکېې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان په سوچي کې له گډ خبري کنفرانس نه وروسته؛ دوشنبه د سپتمبر ١٧ مه ٢٠١٨ کال
دروسېې جمهوررئیس ولادیمیر پوټین، ښی اړخ، ا و د ترکېې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان په سوچي کې له گډ خبري کنفرانس نه وروسته؛ دوشنبه د سپتمبر ١٧ مه ٢٠١٨ کال

ترکیې او روسیې د سوریې د ادلیب په ولایت کې د یوې غیرنظامي ساحې پر جوړولو موافقه کړې ده؛ د عملی کولو لپاره به ېې دواړه حکومتوونه به په گډه نظامې کوي.

د روسېې او ترکېې عسکر به په ادلیب کې یوه نوې غېرنظامی ساحه د سورېې د یاغېانو او حکومتی قواو ترمنځ تشکیل کړي. د ترکېې جمهوررئیس رجب طیب اردوغانوویل: یوځل بیا موږ له ښاغلي پوټین سره د ادلیب د ستونزې په حل کولوکې توافق لرو. په دې کې موږ داستانې د کنفرانس له روحیی سره سم کار کوو.

د یولړ ارزونو نه وروسته مو.ږ پریکړه وکړله چی د مخالفینو او د سورېې درژیم ترکنترول لاندې ساحو کې غېرنظامی ساحه تشکیل کړو."

د ترکېې ولسمشر رجیب طیب اردوغان داخبره پرون د روسېې د جمهوررئیس ولادی میرپوټین سره د سوچي په ښار کې په یوه گډ خبری کنفرانس کې وکړله. هغه ددوشبنی په ورځ د سپتمبر په ١٧ مه له ولادیمیر پوټین سره وکتل.

ښاغلي اردوغان وویل: په گډه به موږ ددریم گړیو په واسطه د لمسونو او همدارنگه د موافقو نه د سرغړونو مخه ونیسو. ددې مقصد لپاره به روسیه او ترکیه دنظامی ساحی د سرحدونو دواړو خواته چی وبه ټاکل شي، منظمې نظآمی گزمې وکړي.

در وسېې ولسمشر ویلادی میرپوټین هم چی د ولسمشر اردوغان ترڅنگ په سوچي کې ولاړو د گډې نظامی ساحې په اړه ېې همدیته ورته اعلان ېې وکړ.

په ادلیب کې غیرنظامی ساحه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

جمهوررئیس ولادی میر پوټین وویل: موږ فیصله کړېده چی یوه غیرنظآمی ساحه چی وسله وال مخالفین او حکومتي قواوې سره جلا کړي، د سږکال داکتوبر په پنځلسمه عملی کړو. نظامی ساحه به له ١٥ کیلومترو نه نیولې تر ٢٥ کیلومترو پورې عرض ولري. په دې کې به د سخت دریځو بشپړ وتل د النصره د جبهی په گډون شامل وي.

ښاغلی پوټین زیاته کړله دترکېې ولسمشر وړاندیز وکړ چی د اکتوبر په لسمه دې ټولی ثقیله وسلی له نظامی ساحی نه وایستل شی. په دې کی ټانکونه، توغندي، راکټ لانچرونه ، هاوان توپونه او نورې وسلی چی وسله وال مخالفین ېې لري شاملی دي ، پکارده له دې ساحی نه وایستل شی.

د روسېې جمهوررئیس ولادی میر پوټین وویل: دسورېې حکومت په ټولیز ډول ددغه در یځ ملاتړ کوي؛ اوپه ډیر نېژدې وخت کی به موږ د سورېې له مشرانو سره په دې اړه نورې سلامشورې هم وکړو."

له بل پلوه ، په ملگرو ملتونو کې د سورېې سفیر په ژنیو کې د بشري حقونو شوری ته پرون ددوشنب په ورځ وویل چی هېواد په ټینگه فیصله کړیده چی ادلیب له ترهگرو ډلو نه ازاد کړي.

حسام ایدن اعلی په ملگرو ملتونو کې، د سورېې سفیر وویل: د سورېې حکومت په ټینگه نیت لری چی ادلیب له ترهگرو ډلو نه د جبهت النصره په شمول وژغوري. دغه ډله د ملگرو ملتونو دامنیت شوری له خوانه ترهگره بلل شوېده. موږ غواړو چی په دې ښار کې د دولت حاکمیت اوقانون عملی کړو، داکار زموږ د خلکو غوښتنه ده ځکه هغوی دیته ضرورت لري چی له جرایمو او ترهگرو نه خوندي وساتل شي.

داخبره هغه وخت منځته راغله چی د ملگرو ملتونو کمیسیون په خپل تازه رپوټ کې هغو جرایمو ته اشاره کړیده چی د روان کال د جنوری نه تر جولای پورې شوي دی.

روسیه ادلیب د ترهگرانو مرکز بولی او وايی چی د سورېې حکومت حق لري چی په دغه سیمه باندې واک او اختیار ولری. خو ترکېې روسېې ا و ایران ته خواست کړی دی چی ددې ستونزې لپاره د سیاسی حل لار ه ولټول شی. په عین وخت کې ېې خپلو خکینیو قواو ته تازه قواوی هم ور لیږلی دي چی لږ تر لږ فعلا د ځمکني برید مخه ونیسی.

XS
SM
MD
LG