د لاس رسي وړ اتصالات

روسان نن نوی ولسمشر ټاکي


Russia Election
Russia Election

روسان نن د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې رایې اچوي. احتمال لري چې ولادیمیر پوتن دغه ټولټاکنې وگټي او د دریم ځل دپاهر په کریملین کې واکمن شي. د دوه لکو نه زیات رضاکاران په ډیردقت د رایو اچوونی څارنه کوي او هیله ده چې د هغسي ټگي برگیو د تورونو مخه ونیول شي چې د دسمبر په میاشتې کې د پارلماني انتخاباتو په وخت کي رامنځ ته شول.

شپږ سوو زره نورو خلکو د انترنټ له لارې خپل نومونه لیکلي دي چې د ویب کمرې وڅاري. په روسیه کې د رای اچوونو په نږدې سلو زرو مرکزونو کې دغه کمرې لگول شویدي.

ښاغلی پوتین چې اوس صد راعظم دی سترگي په لار دی چې بیا دغه مقام ته ورسیږي. د دوه زرم کال نه، تر دوه زره او اتم کال پوري هم د روسیې جمهورریس و. د روسیې اساسي قانون د د ولسمشر کیدو د درو پرله پسې دورو اجازه نه ورکوي.

د انتخاباتو نه مخکي د خلکو د نظر سروې چې یوې غیرحکومتی موسسی کړیده ، پیش بینی کوی چه ښاغلی پوتین به یی لږتر لږه د رایو ٦٢ فیصده ترلاسه کړي او دویم ځلي ټولټاکنو ته به ضرورت پیښ نه شي.

د دسمبرپه میاشتې کې په پارلماني انتخاباتوکې د ټگۍ برگۍ رپوټونو او د پوتین د دولس کاله نور جمهوری ریاست امکاناتو ، په دې اخرو اونیو کې په روسیه کې د حکومت ضد بې ساري احتجاجونه او مظاهرې را وپارولې.

XS
SM
MD
LG