د لاس رسي وړ اتصالات

د پارلماني انتخاباتو نتیجې دې باطلې شي، ګورباچوف


د پارلماني انتخاباتو نتیجې دې باطلې شي، ګورباچوف
د پارلماني انتخاباتو نتیجې دې باطلې شي، ګورباچوف

د پخواني شوروي اتحاد مشر ( میخائیل ګرباچوف ) غوښتي دي چي د روسیې پارلماني انتخابات دي باطل شي.

هغه وویل چي ددې انتخاباتو نتیجې د خلکو غوښتني نه ترسره کوي، او چارواکي باید په دې اعتراف وکړي چي په هغو کي تقلب او ټګي برګي شوې ده.

اتیا کلن ( ګرباچوف ) پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چي د خلکو په نظر باندي سترګي پټول مقامات بې اعتباره کوي او ملک د بې ثباتۍ سره مخامخ کوي.

مخالف مشران او نړۍ وال څارونکي وایي چي د یکشنبې د ورځي په انتخاباتو کي ډیره زیاته ټګي برګي شوې او نوره بې نظمي هم په کي راغلې ده.

پرون د چهارشنبې په ورځ پنځوس زره پولیسانو د ماسکو په لارو کوڅو کي ګزمې کولې، او هلیکوپترو یې ملاتړ کاوه چي خلک په دریمه ورځ د مظاهرو نه راوګرځوي. پولیسو په ماسکو کي پنځوس او په سینټ پیټرز بورګ کي سل تنه مظاهره چیان نیولي دي. پولیس وایي چي یوه ورځ مخکي له دې یې په ماسکو کي ٥٥٠ کسه نیولي وو.

په دې انتخاباتو کي د صدراعظم ویلادیمیر پوتین د روسیې متحد ګوند تر پخوا په ډیر ټیټ شمیر پارلماني اکثریت ترلاسه کړی دی.

د شوروي اتحاد د ړنګیدو څو پېښي:

د ١٩٧٩ کال د ډیسیمبر میاشت: تقریبا ٣٠ زره شوروي عسکرو ددې د پاره افغانستان اشغال کړ چي د افغان کمونیست حکومت سره چي د مجاهدینو سره په جګړه اخته و مرسته وکړي. شوروي چارواکو کوشش وکړ مجاهدین را وپرځوي، مګر جګړه لس کاله اوږده سوه.

د ١٩٨١ کال د جنوري میاشت: ( رونالډ ریګن ) د امریکا د جمهوررئیس په توګه انتخابیږي او هغه د شوروي اتحاد په مقابل کي ډیري زیاتي وسلې برابروي چي شوروي یې هم متقابل اقدامات کوي، مګر اقتصاد یې ورته عاجز کیږي.

مارچ، ١٩٨٥ : ښاغلی ګرباچف چي ملک یې د زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخامخ و، واکمنۍ ته رسیږي. هغه په داخلي اصلاحاتو پیل کوي چي د سیاسي بندیانو خوشي کول او مطبوعاتو ته زیاته آزادي ورکول هم په کي شامل وو.

١٩٨٧ کال: ایستونیا د شوروي اتحاد لومړنی غړی هیواد و چي د مرکزي حکومت نه یې خودمختاري ترلاسه کړه او وروسته له دې د شوروي اتحاد نورو ملکونو هم یوه په بل پسې دا کار وکړ چي په دې سره د شوروي حکومت کمزوری سو.

د ١٩٨٩ کال د فیبروري ١٥ مه: د شوروي اتحاد وروستی عسکر د افغانستان نه وځي.

١٩٨٩ کال د نومبر میاشت: د برلین دیوال نړول کیږي او دا ځکه چي ښاغلي ګرباچف د « نه مداخلې » پالیسي غوره کړې وه.

د ١٩٩١ کال د آګسټ میاشت: یوه ډله سخت لاري کمونیسټان ښاغلي ګرباچف ته کودتا کوي، مګر ناکامه کیږي.

د ١٩٩١ کال د ډیسیمبر ٢٥مه: ښاغلی ګرباچف استعفی کوي او د شوروي اتحاد نوم نور ختمیږي او پر ځای یې ښاغلی ( یلتسین ) راځي او هغه د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند لغوه کوي.

XS
SM
MD
LG