د لاس رسي وړ اتصالات

په مسکو کې د هوا تودېدو د مړینې فیصدي لوړه کړې


د روسیې په مرکز ماسکو کې هوا دومره توده شوې چې سابقه نلري. ډاکتران او د روسیې د روغتیا د چارو ماموران وايي، له همدې آمله د روزنه مړینې شمیر دوه چنده شوی دی.

دوی وايي، په هوا کې کثافت او الودگی ډېره شوې ده.

د مسکو د روغتیا رئیس وویل چې دلته تقرېبا د ورځې ٧٠٠ کسان مري. په عادی حالاتوکې به د ورځی ٣٦٠ یا ٣٨٠ کسان په مسکو کې مړه کیدل.

رپوټ وايي چې د مسکو خلک په زښت ډیر شمیر کې له ښار نه روان دي.

د هوايي ترانسپورت چارواکي وايي چې د یکشنبی په ورځ د مسکو د درې سترو هوايي میدانونو نه تر ١٠۴ زرو نه زیات مسافران نورو ځایونو ته ولاړل.

د مساپرانو چارود کمپنیو استاځی وايی چې ددوی هغه سفري هڅوونکی پروگرامونه چې ترکیې او مصر ته برابر شوی وو. هغه ټول خرڅ شویدي؛ ځکه د مسکو د خلکو دغو ځایونو ته سفر کول خوښیږي.

XS
SM
MD
LG