د لاس رسي وړ اتصالات

حمله کوونکو د مشهور روسي ژورنالست گوتې ورماتې کړي


حمله کوونکو د مشهور روسي ژورنالست گوتې ورماتې کړي
حمله کوونکو د مشهور روسي ژورنالست گوتې ورماتې کړي

په حمله کې ددغه ژورنالست یوه ژامه، دواړه لېنگي اود لاس گوتې ماتې شوي دي او اوس د کوما په حالت کې دی.

ژورنالست اولېگ کاشېن چې د کومرسانټ د آزادی ورځپاڼی لپاره یې کار کاوه د مسکو په یوه روغتون کې بستر دی.

پر هغه باندې د جمعې د ورځې د حملې په نتیجه کې یې د سر کوپړۍ هم ماته شوې ده.

د کومرسانټ ورځپاڼې مسوول مدیر مېخاېل مېخاېلېن وویل چې د ژورنالست اولېگ کاشېن گوتې حمله کوونکو له دې کبله ماتې کړي چې هغه په همدغو گوتو باندې لیکل کول.

د روسېې جمهور رئیس ډېمېتری مېډوېډېف د روسیې لوی څارنوال او د کورنیو چارو وزیر ته امر وکړ چې ددغې حملې په اړه دې شخصا تحقیقات وکړي.

روسیه د ژورنالستانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطر ناک هېواد دی او معمولا د حکومت پر مخالفو او ازادو ورځپاڼو په ژورنالستانو او خبریالانو باندې حملې کیږي، خو د کومو رسانټ ورځپاڼې نه دروسیې د شتمنو او سرمایه دارو خلکو په خلاف لیکل کوي او نه د حکومت پر خلاف چندان زیاتې انتقادې راپورونه خپروي.

د بشري حقوقو او مطبوعاتو د آزادئ طرفدارانو څو څو ځلې د روسیې په حکومت غږ کړی و چې د ژورنالستانو قاتلان دې ونیسي مگر تر اوسه پورې یې هیڅ نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG