د لاس رسي وړ اتصالات

په روسيې کې نن د بوریس میمتسوف د یادوني مظاهري کیږي


بوریس میمتسوف
بوریس میمتسوف

د روسیې چارواکو مخالفو مشرانو ته اجازه ورکړې چې نن د یکشنبې په ورځ د مخالف مشر ( بوریس میمتسوف) د یادوني د پاره مظاهره وکړي. میمتسوف وروسته له هغه چې د خلکو نه یې وغوښتل چې په جمهوررئیس ویلادیمیر پوتین او د یوکراین په جگړې باندي اعتراضونه وکړي، د جمعې په ورځ ډزي ورباندي وشوې او ووژل شو.

چارواکو کله چې د قتل د ځای نه د هغه مړی ایسته کړ، خلکو دغه ځای ته د گلو د گېډیو په راوړلو پیل وکړ او هغه یې په گلونو وپوښه.
چارواکو کله چې د قتل د ځای نه د هغه مړی ایسته کړ، خلکو دغه ځای ته د گلو د گېډیو په راوړلو پیل وکړ او هغه یې په گلونو وپوښه.

ټاکل شوې وه نن په ماسکو کې د مخالفینو له خوا یوه بله مظاهره وشي، مگر د ماسکو د ښار چارواکو فیصله وکړه چې د هغې په ځای تر ٥٠ زرو کسانو پوري د میمتسوف د یادوني د پاره مظاهره کولای شي.

میمتسوف د ماسکو په سیند باندي د یوه پل نه چې کومه یوکرانۍ ښځه هم ورسره وه، تیریده چې وسله والو کسانو خپل موټر د هغوی په خوا وروست او د موټر د کړکۍ نه یې ډزي ورباندي وکړې او ویې واژه. د روسیې د کورنیو چارو وزیر وویل چې په میمتسوف باندي څلور ټکه وشول او ښځي ته څه تاوان نه دی رسیدلې.

چارواکو کله چې د قتل د ځای نه د هغه مړی ایسته کړ، خلکو دغه ځای ته د گلو د گېډیو په راوړلو پیل وکړ او هغه یې په گلونو وپوښه.

ښاغلي پوتین د میمتسوف مور ته د خواخوږۍ پیغام استولی او ویلي یې دي چې دی په ریشتینې توگه د هغې په غم شریک دی او د میمتسوف مرگ ستره ضایعه بولي.

د اوکراین جمهورریس پروشینکو، د روسیی د مخالف رهبر، بوریس نیمڅوف وژل وغندل. نیمڅوف دخلکو نه غوښتي وو چې په اوکراین کی د جنگ له امله د روسیی د جمهورریس پوتین په ضد احتجاج وکړي او له دې غوښتنې وروسته ووژل شو.

مگر فقط څو اونۍ مخکې ممتسوف د روسیې د ( سوبیسید نیکک) خبري ویبپاڼي ته یولي وو چې دی فکر کوی چې جمهوررئیس پوتین دده مرگ غواړي.

XS
SM
MD
LG