د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د باندنیو چارو وزیر د افغانستان د ماموریت په خاطر په ناټو نیوکه کړې


دروسېې د بهرنیو چارو وزیر دناټو پرهغه پلان نیوکه وکړله چې خپلې قواوې به له افغانستان څخه د2014 م کال تراخره وباسي. سرگې لاوروف وايي د ناټو دایتلاف قواوې پکارده چې په دغه هیواد کې ترهغه وخت پوري پاتې شي څو پورې چې دافغانستان قواوې د دې هیواد د امنیت ساتنه وکړلی شي.

هغه زېاته کړله ترڅو پوري چې افغانستان خپل امنیت ساتل یقیني نکړی شي دغه راز مصنوعی مهال وېشونه سم کار ندی او پکارده چې جوړ نشي.

ناټو پلان لری چې د افغانستان امنیت د دغه هېواد امنیتی قواوو ملی اوردو او پولیسو ته دراتلونکې کال ترنیمايي پوري انتقال کړي او خپل عسکر د 2014 م کال تراخره پوري راوباسی. تیرکال د ناټو د عسکرو شمیر په افغانستان کې 140 زرو ته ورسیدی.

XS
SM
MD
LG