د لاس رسي وړ اتصالات

آیا روسیې د امریکایانو وژلو لپاره طالبانو ته پېسې ورکړي؟ د استازو خونه معلومات غواړي


تصویر: ارشیف

د امریکا د استازو خونې د متحدو ایالتونو د استخباراتو له مشرانو څخه د هغه راپور په اړه معلومات غوښتي دي چې وایي روسیې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره طالبانو ته پېسې او جایزې ورکولې.

د استازو د خونې مشرې نانسي پیلوسي د دوشنبې په ورځ جون۲۹ (چنګاښ۹) د امریکا د ملي امنیت مشر جان راتکلېف او د سي آی اي مشرې ګینا هاسپل ته په دې اړه یو لیک استولی دی.

په لیک کې ویل شوي‌ دي: " ګانګرس او هېواد ځواب غواړي. له همدې کبله زه غوښتنه کوم چې د استازو د خونې ټولو غړو ته سملاسي معلومات ورکړل شي. "

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا استخباراتي ادارو موندلې چې د روسیې یوې څانګې د طالبانو اړوندو ترهګرو ته پېسې او جایزې ورکولې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف سرتېريووژني.

په راپور کې د امریکا د ځینو چارواکو له خولې دا معلومات خپاره شوي‌ دي‌ خو د چارواکو نومونه نه اخیستل شوي. راپور وايي چې ولسمشر ټرمپ ته د مارچ په میاشت کې په دې اړه خبر ورکړل شوی و، خو ښاغلي ټرمپ دا راپور جعلي وګاڼه او رد یې کړ.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ جون۲۸ (چنګاښ۸) په خپل ټویټر کې ولیکل: "هاغسې چې د نامعلومې سرچینې په حواله جعلي رسنۍ نیویارک ټایمز راپور ورکړی دی، په افغانستان کې په اصطلاح د روسانو له لوري زموږ په سرتېرو باندې د برید په اړه هېچا هم ماته، مایک پنس ته او د دفتر رئیس مارک میدوس ته راپور نه دی ورکړی. هر څوک دا راپور ردوي او زموږ په سرتېرو ډېر بریدونه نه دي شوي...."

ښاغلي ټرمپ له نیویارک ټایمز څخه وغوښتل چې "نامعلومه سرچینه دې ښکاره کړي. خو دا کار نشي کولی، دا شخص هېڅ موجود نه دی."

روسیې او طالبانو دا راپور رد کړی دی. مسکو دا راپور بې اساس یوه ادعا یې بللې ده.

XS
SM
MD
LG