د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې یوې الوتکې سقوط کړی ۳۱ کسه مړه دي


د روسیی د عاجلو چارو مامورین وایي، لږ تر لږه ٣١ کسه هغه وخت ووژل شول چې یوه مساپر وړونکې الوتکې نن په سایبریا کې د تیلو په سیمې کې د پرواز نه لږ وروسته سقوط وکړ او اور یی واخیست.۱۳ زخمیان د غورځیدلې الوتکې نه راویستل شوي دي ، خو یو کس وروسته د ټپو نه مړ شوی دی. د طبي چارو مامورینو د روسیې دولتي مطبوعاتوته وویل چې د پنځو تنو حالت ښه نه دی.

٣٩ تنه مساپر او څلورکسه دالوتکې عمله په دغه الوتکه کې وو چې سقوط یی وکړ. د سقوط علت لا نه دی معلوم شوی. دغه دوه ماشینه ، ای ټی آر دوه اویا ډوله الوتکه د روسیې د یوټی هوایی چلند الوتکه چې د سورگوت ښار ته روانه وه ، د سایبریا د تیومین د ښار نه ٣٥ کیلو میتره لیري وغورځیده.

د عاجلو چارود وزارت نطاقې وویل زخمی کسان په هیلوکوپترکې د تیومین ښار ته یوړل شول.

XS
SM
MD
LG