د لاس رسي وړ اتصالات

د پوتین د ولسمشرۍ د مبارزې ریْس اوسنی جمهور ریْس میدویدیف غندلی دی


د پوتین د ولسمشرۍ د مبارزې ریْس اوسنی جمهور ریْس میدویدیف غندلی دی
د پوتین د ولسمشرۍ د مبارزې ریْس اوسنی جمهور ریْس میدویدیف غندلی دی

د روسیې د صدراعظم ویلادیمیر پوتین د جمهوري ریاست د مبارزې رئیس د هغه هیواد جمهوررئیس ( دیمیتري مید ویدیف ) په دې غندلی دی چي د دې د پاره چي ښاغلی پوتین دي دریمه دوره هم راشي، د هغه ملاتړ نه کوي.

( ستا نیسلاو گو وروخین ) چي د پارلمان یو غړی او د فلمونو مشهور ډایریکټر دی پرون د جمعې په ورځ یې د ( ایزویستیا ) د ورځپاڼې سره په مرکه کي په ښاغلي میدویدیف باندي له دې کبله انتقاد وکړ چي د ښاغلي پوتین د مبارزې د فعالیتونو نه یې ځان لیري کړی دی.

هغه وویل چی ښاغلی میدویدیف باید ددې سړي چي د جمهوري ریاست د پاره یې نومولی هم دی، په فعال ډول ملاتړ وکړي.

خو د صدراعظم نطاق ( دیمیتري پیسکوف ) د ( گو وروخین ) دا بیان رد کړ او ویې ویل چي جمهوررئیس میدویدیف چي د کار دوره یې ختمیدونکې ده کله چي یې د ښاغلي پوتین پیشنهاد وکړ نو « په نه ستړې کیدونکې توگه یې د هغه ملاتړ » کړی دی.

روسانو د ډیسیمبر په میاشت کي د پارلماني انتخاباتو نه راوروسته پراخي مظاهرې کړي دي او وایي چي د ښاغلي پوتین د روسیې د متحد گوند په طرفدارۍ زیات تقلب او جعلکارۍ شوي دي.

بل پلوه د روسیې چارواکو آزادۍ غوښتونکي مخالف مشر ( گریگوري یاو لینسکي ) ته اجازه نه ده ورکړې چي د صدراعظم ویلادیمیر پوتین په مقابل کی دي د جمهوري ریاست د پاره ځان کاندید کړي، ځکه چي وایي د هغه د نوم د ثبت په پاڼو کي مشکلات را پیدا شوي دي.

د انتخاباتو مرکزي کمیسیون پرون د جمعې په ورځ وویل چي دغه کمیسیون هغه ٢٥ فیصده لاسلیکونه چي د ښاغلي ( یاولینسکي ) د کاندیدۍ د تاییدولو د پاره وررسیدلي دي، نه شي قبلولای، ځکه چي هغه بې اعتباره دي.

دا کار صدراعظم پوتین ته زیاته موقع برابروي چي د مارچ په میاشت کي د جمهوري ریاست انتخابات وگټي.

( یاولینسکي ) ددوشنبې په ورځ د روسیې د انتخاباتو مامورینو ته چي په انتخاباتو کی یې دده کاندیدي نه ده منلې، خبرداری ورکړ. هغه وویل چي دده د کاندیدۍ ردول به د هغو په لسگونو زره مظاهره چیانو سپکاوی وي چي په دې وروستیو وختونو کي یې د روسیې په لویو ښارونو کي ددې دپاره مظاهرې او احتجاجونه وکړل چي په ملک کي دي سیاسي اصلاحات راشي او عادلانه انتخابات دي وشي.

دغه ٥٩ کلن اقتصاد پوه باید دوه ملیون لاسلیکونه راغونډ کړي چي د ښاغلي پوتین سره مقابله وکړاي شي.

XS
SM
MD
LG