د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي امنیت د پخواني سلاکار د سزا حکم وځنډول شو


د متحدو ایالاتو د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین د رسنیو د غړیو له مخې تیریږي، د واشنگټن ډي سي محکمه، د ډیسمبر ١٨ مه ٢٠١٨ م کال.

د امریکا یو فدرالي قاضي د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار مایکل فلین سزا ددې لپاره وځنډوله چې هغه د روسېې د مداخلې په اړه تحقیقاتو کې نورې همکارۍ ته هم وهڅول شي.

ددوشنبی په ورځ متحدو ایالاتو د مایکل فلین پر دوو پخوانیو همکارانوباندې دا تور ولگاوه چی په غېرقانونی توگه ېې د ترکېې د اثرو رسوخ زیاتولو لپاره کار کاوه.

حکومت وايی دهغوی نقشه او پلان داو چې داسی هڅې وکړ ي چې دامریکا جگپوړي چارواکي دیته و هڅوي چې د ترکیی مخالف دینی مشر فتح الله گولین له امریکا نه وباسي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ادعا کوي چې فتح الله گولین په ترکیه کې دده د حکومت خلاف د ٢٠١٦ کال په ناکامې کودیتا کې لاس درلود.

د فلین سزا
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

دمتحدوایالاتو د ملي امنیت د سلاکار جنرال مایکل فلین په برخه کې د قضاحکم پرون وځنډول شو.

فیدرالی قاضی ددې لپاره دهغه د سزا وروستی فیصله وځنډوله چی دغه متقاعد جنرال ته وخت ورکړی چی د روسېې د احتمالي مداخلې د تحقیقاتوپه اړه له خاص مفتش رابرت مولر سره نوره همکاري هم وکړي.

خو فیدرالی قاضی ایمانویل سالېون فلین ته داهم وویل چی دی خپله کرکه دهغه څه په اړه نشی پټولی چی فلین کړي دي. قاضی زیاته کړله "..داممکنه ده چیتا خپل هېواد خرڅ کړی وي".

مایکل فلین تیرکال په دې اعتراف وکړ چی فیدرالی پولیسو ته ېې په امریکا کې دروسېې له پخواني سفیر سرگې کیسلې یاکسره دخپلو اړیکو په برخه کې د جمهوری ریاست په انتقالي دوره کې درواغ ویلی وو.

څارنوالانو مخکې وویل چی مایکل فلین له تحقیقاتو سره همکاري کوي او دهغه لپاره د زندانی کیدلو سزا تجویز کړی نده.

XS
SM
MD
LG