د لاس رسي وړ اتصالات

له ټرمپ وروسته اوس سعودي د پوتین سره د ملگرتیا هڅه کوي


پوتین په مسکو کې د سعودي له ځواکمن شهزاده سره گوري
پوتین په مسکو کې د سعودي له ځواکمن شهزاده سره گوري

ټاکل شوې چې د سه شنبې په ورځ ( مۍ ۳۱) د سعودي قدرتمن شهزاده د پوتین سره څلور موافقې لاس لیک کړي.

د سعودي عربستان مرستیال ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان به د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې د دوه اړخیزو موضوعگانو په هکله خبرې کوي.

د سعودي خبري اژانس ویلي چې جمهور رئیس پوتین او شهزاده بن سلمان دواړه د یوې نړیوالې معاملې تر شا دي چې د بیو د ثابت ساتلو او جعل کاریو د مخنیوي لپاره به د تیلو ورځنی تولید یوعشاریه اته میلیون بیلرو ته را کم شي.

د کریملن ویاند دیمیتري پسکوف، خبریالانو ته تائید کړه چې د سعودي عربستان شهزاده او د روسیې جمهور رئیس به د سه شنبې په ورځ ناوخته سره وگوري.

دغو دواړو مشرانو تیر کال د سپتمبر په میاشت کې په چین کې د جي-۲۰ هیوادونو د غونډې پر مهال سره کتلي وو.

د العربیه تلویزیون په وینا ښاغلی پوتین او شهزاده بن سلمان به د اټکل سره سم د روسیې او سعودي ترمنځ د همکاریو د څلورو موافقو د لاس لیک تر څنگ د سوریې د کړکیچ په هکله هم خبرې وکړي.

همداشان د سه شنبې په سهار د روسیې د انرژۍ د چارو وزیر الکساندر نوواک د خپل سعودي سیال خالد الفالح سره وکتل او د نړیوال مارکیټ په حالاتو یې ورسره خبرې وکړې.

دغه لیدنې کتنې په داسې حال کې کیږي چې تیره اونۍ د تیلو د صادرونکو هیوادونو سازمان او د روسیې پر مشرۍ د نړۍ د تیلو نورو سترو تولیدونکو موافقه وکړه چې د نورو نهو میاشتو پورې د تیلو د تولید د کموالي کچه به همداسې وساتي.

د تیلو کاروباریان په دې مایوسه شوی چې د تیلو د تولید او تقاضا تر منځ د انډول د ساتلو لپاره باید د تیلو تولیدونکو نور جدي اقدامات هم کړي وای.

XS
SM
MD
LG