د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وایي کانگرس ته د مولر شاهدي به وڅاري


د رابرټ مولر کانگرس ته د شاهدۍ نه وروسته د روسیې د بهرنوچارو د وزارت مرستیال سرگي ریابکوف ویلي دي چې هغوي په کانگرس کې د مولر شاهدي څاري.

د حقیقت موندنې د راپور جوړونکی روبرت مولر د چهارشنبې په ورځ (جولای۲۴) په کانګرس کې د دواړو ګوندونو استازو ته د جمهوري ریاست په ۲۰۱۶ ټاکنو کې د ډونالدټرمپ په پلوۍ، د روسیې د احتمالي مداخلې په اړه نور وضاحت ورکړ.

د روسیې یوې خپرونې تاس لیکلي دي چې ښاغلي ریابکوف یو ځلې بیا خپل دریځ تکرار کړیدی چې د امریکا په انتخاباتو کې یې د مداخلې کوښښ نه دی کړی. هغه د امریکا د فیډرالي تحقیقاتي اداری اف بي آی د مشر کرسټوفر وری ادعاگانې هم رد کړیدي.

د اف بي آی مشر ښاغلي کرسټوفر وری د جولایي په ٢٣ نیټه د سنا قضایي کمیټې ته ویلي و چې د بندیزونو او د وړاندیزونو باوجود روسیه د امریکا د ٢٠٢٠ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هم د لاسوهنې نیت لري.

د امریکا دغه اداره وایي چې روسیې د ولسمشر ټرمپ د کامیابۍ لپاره د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې لاسوهنه کړي وه.

ریابکوف وویل چې د روسیې حکومت به د کانگرس کمیټۍ ته د مولر د بیان په غور پلټي او دا به هم وگوري چې د هغه بیان او رپورټ یو بل ته څومره ورته دي.

XS
SM
MD
LG