د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او روسیې جاسوسان تبادله کړل


امریکایي او روسیې الوتکو نن د ویانا نه پروازونه وکړل چې د دواړو ملکونو جاسوسان یو بل ته سره ورسوي. دا د سړې جګړې راوروسته د امریکا او روسیې تر منځ د جاسوسۍ تر ټولو مهمه پیښه ده چې زیات شمیر جاسوسان پکې رسوا کیږي.

د امریکا یوه الوتکه چې لس تنه روسي جاسوسان یې اخیستي وو نن سهار د ویانا په هوایي دګر کې کښیناسته. هغوي ټولو پرون په نیویارک کې یوې فدرالي محکمې ته پخپل دې جرم اعتراف کړی ؤ چې دوي د خارجي جاسوسانو په توګه کار کاوه.

د دغو لسو روسي جاسوسانو په بدل کې د روسیې جمهور رییس دیمیترې میدویدف هغه څلور تنه بندیان خوشې کړل چې امریکا ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو.

یوې روسۍ الوتکه چې دغه څلور بندیان یې راخیستې وو د ویانا په هوایي دګر کې د امریکایي الوتکې څنګ ته کښیناسته چې لس تنه روسي جاسوسان پکې ناست وو او هغوي یوې بلې ته سره تبادله شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې وویل چې د دغو جاسوسانو د اوږدې مودې په بندي ساتلو کې د ملي امنیت په برخه کې کومه خاصه ګټه نه وه او له بلې خوا د هغوي په خوشې کیدو سره د روسیې د بند نه څلور امریکایان خوشې شول چې د ځینو صحي حال ښه نه وو.

XS
SM
MD
LG