د لاس رسي وړ اتصالات

پوروشینکو او پوټین په ختیځ اوکراین غږیږي


د اوکراین ولسمشر پیټرو پیروشینکو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره د خبرو اترو د پاره بیلاروس ته ورسید. په دغو دوه اړخیزو خبرو کې د اروپایي ټولنې جگپوړي استازي هم برخه اخلي.

ولسشمر پوروشینکو له کیف څخه تر روانیدو وړاندې د هیواد پارلمان منحل کړ او په اکتوبر میاشت کې یې د نویو ټاکنو اعلان وکړ. پوروشینکو د پارلمان د منحل کولو په مهال وویل چې د اوکراین له جنگ ځپلیو سیمو څخه د نویو استازو ټاکل کیدل به د هیودا له سیاسي ثبات سره مرسته وکړي.

خو ایا د ختیځ روسیه پلوه اوکراینیان به په ټاکنو کې برخه واخلي؟

د کیف اوسیدونکی ولادیمر وایي، "زه فکر کوم دا سمه پریکړه ده، ځکه چې دغه پارلمان د خلکو استازیتوب نه کولو.

بل اوکراینی دیمترو ناوروسکي مطمعن نه دی چې د ختیځ خلک به په ټاکنو کې برخه واخلي.

دیمترو وایي، "هغه خلک بیا هم ویلی شي چې انتخابات غیرمنصفانه دي او په پارلمان کې د دوی نمایندگي نشته.

د ختیځ په اړه د کیف د عامو خلکو د اندیښنې وجه دا ده چې په وروستی پیښه کې د یاغیانو په کنترول کې د دونیڅک ښار ته نژدې په یوه ودانۍ کې د اور لمبې بلې شوي. توغندي له نامالوم لوري نه توغول شوی وو او اشاره روسیه ته وشوه.

یوه ورځ وړاندې، د اوکراین حکومت یوشمیر روسي عسکر وښودل چې د اوکراین په خاوره کې یې نیولي وو. د اوکراین چارواکې وایي چې د روس دغه سرتیري په ټانکونو سپاره وو او د یاغیانو مرستې ته ور روان وو.

اوکراین د ختیځ د نارامیو پړه پر روسیې اچوي. روسیه خپلې غوښتنې لري او ولادیمیر پوتین به یې له پوروشینکو سره په بیلاروس کې سپینه کړې.

XS
SM
MD
LG