د روسیې د دفاع وزارت د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږي ۲۴) وویل چې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب له اوکراین سره په جنګ کې د نیول شویو بندیانو د تبادلې د یو تړون په ترڅ کې یې ۱۰۳ اوکرایني سرتېري تبادله کړي دي.
د فرانسې خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس په یو راپور کې ویلي چې دغه شمېر روسي پوځیان په کرسک سیمه کې د اوکراین د یرغل پر مهال چې د اګست په شپږمه پيل شوی و، نیول شوي وو او د شنبې په ورځ د تبادلې په ترڅ کې بېرته خوشې شول.
د اوکراین چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي: "د مذاکراتو په پایله کې ۱۰۳ تنه روسي سرتېري چې په کرسک سیمه کې نیول شوي و د کیف د رژیم تر کنټرول لاندې سیمو څخه بېرته هیواد ته ستانه شوي دي. "
د روسیې دفاع وزارت زیاته کړې ده چې د دغه شمېر روسي سرتېرو په بدل کې ۱۰۳ تنه اوکرایني سرتېري چې په جنګ کې نیول شوي و خوشې شوي دي.
دغه وزارت ویلي: "ټول [خوشې شوي] روسي سرتیري اوسمهال د بیلاروس جمهوریت په خاوره کې دي او ورته رواني او روغتیايي خدمتونه او همدارنګه له خپلو کورنیو سره د تماس زمینه برابره شوې ده."
د روسیې او اوکراین ترمنځ د دوه نیمو کلونو راهیسې روان جنګ کې دواړو خواو د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې په منځګړیتوب د سلګونو بندیانو تبادله کړې ده.
شاوخوا درې اونۍ وړاندې هم مسکو او کیف د متحده عربي امارتو په منځګړیتوب د بندیانو د تبادلې په یو تړون کې هر یو ۱۱۵ بندیان خوشې کړل.
فورم \ دبحث خونه