د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین له امریکا سره د "نوې سړې جګړې" پېل کېدل رد کړل


د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین وایې چې د بالستیګ راکټونو له تړون څخه د امریکا وتلو، د واشنګټن او مسکو ترمنځ د وسلو سیالۍ ته لاره هواره کړې ده.

ولسمشر پوتین په مسکو کې د امریکا له ان بي سي ټلویزیوني شبکې سره په مرکې کې د روسیې او امریکا ترمنځ د "نوې سړې جګړې" پېلېدل رد کړي دي.

تیره اونۍ روسیې ادعا وکړه چې داسې ستراټیژيکې وسلې یې جوړې کړې دي چې د نړۍ هره برخه پرې ویشتی شي.

د روسیې اټومي راکټونه له پخوا ددې وړتیا لري چې امریکا ورانه کړي. د امریکا دفاعي تګلاره اساساً پردې متمرکزه ده چې د لوي اټومي برید مخه ونیول شي.

کارپوهان د نویو وسلو په هکله د ولسمشر پوتین څرګندونې د امریکا او روسیې ترمنځ د وسلو د سیالیو پیلامه بولي.

XS
SM
MD
LG