د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو: د امریکایي دموکراتانو ایمیل مو نه دی هک کړی


کرملین هغه ادعاوی رد کړې چې گواکې روسیې د امریکا د متحده ایالاتو د دموکرات گوند ایمیلونه هک کړي دي
کرملین هغه ادعاوی رد کړې چې گواکې روسیې د امریکا د متحده ایالاتو د دموکرات گوند ایمیلونه هک کړي دي

د روسیې د جمهوري ریاست ویاند دغه ادعاوی د امریکایي سیاستوالو په خوب کې جوړې شوې "ډارونکې کیسې" گڼلي او ویلي یې دي چې مسکو هیڅکله د بل هیواد په انتخاباتو کې لاسوهنه نه ده کړې.

د روسیې د جمهوري ریاست ویاند دیمیتري پسکوف په یو خبري کنفرانس کې وویل چې مسکو حتی د داسې کلیماتو له بیانولو څخه ډډه کوي چې کیدای شي هغه په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توگه په انتخاباتو کې لاسوهنه تعبیر شي.

ښاغلي پسکوف وویل "گورو چې د انتخاباتي مبارزې په جریان کې د روسیې کارت د ټولو امریکایي سیاستوالو د کاري میز پر سره څنډه پروت دی او تل داسې ښي چې د بري کارت د دوی په لاس کې دی".

ښاغلي ریسکوف وروسته له هغې دغه غبرگون وښود چې جمهور رئیس بارک اوباما د ان بي سي تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل د ملي دموکراتیک کمیټې د ایمیلونو له بربنډیدو وروسته چې کارپوهان یې د روسیې کار گڼي، دا ممکنه ده چې روسیه د امریکا په انتخاباتو د نفوذ کولو هڅه وکړي.

روسي مقاماتو د سه شنبې په ورځ دا هم وویل چې په متحده ایالاتو کې ناپیژاند کسان هڅه کوي چې د انتخاباتي مقاصدو لپاره د روسیې نه ډار هغه هم په بدبینۍ سره رامنځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG