د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې پر سوریې نوي بریدونه کړي دي


روسیه وايي پر داعش بریدونه کوي، خو لویدیځ چارواکي وايي د روسیې الوتکي هغه جنګیالي هم په نښه کوي چې لویدیځ د اسد پر ضد ملاتړ کوي.
روسیه وايي پر داعش بریدونه کوي، خو لویدیځ چارواکي وايي د روسیې الوتکي هغه جنګیالي هم په نښه کوي چې لویدیځ د اسد پر ضد ملاتړ کوي.

د روسیې پوځي چارواکي وایي چې د هغوی جنګي الوتکو د شنبې په ورځ د سوریې په مرکز او شمال کې د اسلامي دولت ډلې مرکزونه بمبار کړیدي.

سره لدې چې روسیه وایي د هغوی پوځ د اسلامي دولت ډله په نښه کوي خو داسې ښکاري چې ځیني بریدونه په هغو یاغي ډلو هم شویدي چې غرب یې ملاتړ کوي.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ډګر جنرال اندري کارتبولوف وویل چې الوتکو یې په ۷۲ ساعتونو ۶۰ هدفونه په نښه کړي اود اسلامي دولت یا داعش، اته اهداف یې ویشتلي دي.

هغه وایي چې د راقې په ښار کې یې د داعش د پټېدو یو مرکز او د وسلو ډیپو هم تباه کړیده.

په لندن کې د سوریې د بشری حقونو د څار اداره وایي چې پدې تیرو څلور ورځو کې د روسیې د هوایی ځواکونو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۹ عام خلک وژل شوي چې اته یې ماشومان او اته یې میرمنې دي.

د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمان وایي په هوایی بریدونو کې ۱۴ جګړه ماران هم وژل شوي چې ۱۲ یې د داعش او دوه نور یې د النصره د جبهې غړي دي.

په همدې حال کې د برتانیا د دفاع وزارت وایي چې د روسیې په ۲۰ هوایي بریدونو کې یوازې یو یې د اسلامي دولت یا داعش په ډلې شویدی.

وزارت خبرداری ورکړ چې روسیه ملیکان پدې خاطر وژني چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ وکړ.

دا په داسې حال کې چې د جمعې په ورځ ولسمشر اوباما وویل چې په سوریې کې جنګ باید د مسکو او واشنګټن لپاره نیابتي جګړه نشي، ځکه دغه دواړه هېوادونو په سوریې کې دوه مختلف هدفونه په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG