د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه کې یو سړی د الوتکې تښتولو په تور ونیول شو


تر اوسه نده څرگنده شوې چې دا الوتکه د کوم هوایي شرکت ده
تر اوسه نده څرگنده شوې چې دا الوتکه د کوم هوایي شرکت ده

د روسیې پولیس وایي هغه شخص یې نیولی دی چې د پرواز په ترڅ کې یې د الوتکې عمله گواښلې وه او الوتکه له پرواز لږ وروسته بېړنۍ ناستې ته اړ شوی وه.

دغه الوتکه چې د روسیې د هوایي شرکت ایرفلوت پورې مربوطه وه د صربستان د سرگت ښار څخه یې د مسکو په لور پرواز کړی و.

د روسیې د څیړنو کمیټې ویلي دي چې دغه ادعا کړې وه چې وسله لري او د پرواز عملې ته یې امر کړی و چې د الوتنې لوری بدل کړي.

د اسوشیتید پرس اژانس دمخه رپوټ ورکړی و چې دعه شخص د الوتکې له عملې غوښتي وو چې د پرواز لوری د افغانستان په لور بدل کړي.

روسیې مقاماتو ویلي چې دغه شخص د الکلو تر تاثیر لاندی و.

هغه اوس د الوتکې د تښتولو په تور نیول شوی دی.

XS
SM
MD
LG