د لاس رسي وړ اتصالات

بامیانو کې لومړۍ میرمن رولا غني څرګندونو ته غبرګون کې لاریون شوی


بامیانو کې لاریون کوونکو افغان حکومت ته خبرداری ورکړ، که د قوم نوم یې په الکټرونیکي تذکرو کې ونه لیکل شي دوی به دا تذکرې وانخلي.
بامیانو کې لاریون کوونکو افغان حکومت ته خبرداری ورکړ، که د قوم نوم یې په الکټرونیکي تذکرو کې ونه لیکل شي دوی به دا تذکرې وانخلي.

نن د جمعې په ورځ ( د غبرګولی یوولسمه) د بامیانو ولایت مرکز کې د ساداتو د قوم پورې تړلو سلګونو لاریون کوونکو د دغه قوم په اړه د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني بي بي ګل وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې لاریون وکړ او د لاریون په ترڅ کې یې د لومړۍ میرمن عکس ته هم اور واچوه.

دغو لاریون کوونکو د لومړۍ میرمن رولا غني پر خلاف شعارونه هم ورکړل او له هغې وغوښتل، چې د ساداتو د قوم په اړه د خپلو څرګندونوڅخه دې دغه قوم نه بخښنه وغواړي.

د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني بي بي ګل،تیره اونۍ د طلوع نیوز تلویزیون په یوه بحث کې د خبرو پرمهال د ساداتو د قوم په اړه ویلي وو، چې دا یو قوم نه دی، بلکې میرمن رولا غني پر وینا سادات د افغانستان په ټولو قومونو کې شته او د دغو قومونو پورې اړه لري.

لاریون کوونکو یو ځل بیا له افغان حکومت وغوښتل، چې د افغانستان په نوو الکټرونیکي تذکرو کې دې د نورو قومونو په څیر دې سادات د یوقوم په توګه ځای ورکړل شي او په رسیمت دې وپیژندل شي.

دغه راز اعتراض کوونکو ویل، که غوښتنې یې ونه منل شي، نو دوی به دا الکټرونیکي تذکرې وانه اخلي.

سید هادي طوغیان د دغې لاریون یو تنظیموونکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا نننی لاریون یې د خپل هویت او د لومړۍ میرمن د وروستیو څرګندونو د غندې لپاره کړی دی.

تراوسه د افغانستان لومړۍ میرمن دفتر د دغې لاریون کوونکو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د جمعې د ورځې د رخصتۍ له امله میرمن غني د دفتر سره د اړیکو په ټینګیدو او د هغوی د نظر په ترلاسه کولو بریالي نشو.

د افغانستان په نوو الکټرونیکي تذکرو کې د دغه هیواد د وګړو د څوارلس قومونو نومونو ته ځای ورکړل شوی دی.

افغان حکومت نږدې دوه میاشتې وړاندې د الکټرونیکي تذکرو ویشل پیل کړي، خو په تذکرو کې د " د افغان" کلیمي ته د ځای ورکولو له امله د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون دننه په حکومت کې هم د نوو تذکرو د ویشلو د بهیر د پیل پر سر جنجالونه راپیدا شوي، چې ورسره دا بهیر ډیر ورو پرمخ روان دی.

XS
SM
MD
LG