د لاس رسي وړ اتصالات

کابل امنیه قوماندان: د سلام ضعیف د کور محاصره حقیقت نه‌لري


په کابل کې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د ملا عبداسلام ضعیف د کور د محاصره کېدو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د کابل امنیتي چارواکو دا رپوټونه ناسم بللي دي.

د کابل امنیه قومندان سید محمد روشندل د یکشنبې په ورځ د «کب پر۲۶مه» امریکا غږ ته وویل، چې افغان ځواکونو تېره شپه په سیمه کې د ګزمې پر مهال د ملا سلام ضعیف یو ساتونکی چې په شخصي جامو کې وسله ورسره وه نیولی او بېرته یې خوشي کړی دی.

ښاغلي روشندل زیاته کړه چې په دې اړه ناسم پوهاوی رامنځته شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:"واقعیت دادی چې هلته د اردو یو ګزمه وه، یو کس د ده « سلام ضعیف» ساتونکی شخصي کالیو کې و او ټوپک ورسره و، ګزمه پر هغه باندي شک کوي او پوښتنه کوي، یو سو تفاهم منځته راځي، کله چې ددې هویت معلومېږي ګزمه هغه خوشي کوي او ګزمه په‌خپل کار پسې ځي."

دا په داسې حال کې ده چې، د سلام ضعیف سکرټر عبدالحق حماد د یکشنبې په ورځ د «کب پر ۲۶مه» امریکا غږ ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه د کابل ښار د اتمي امنیتي حوزې اړوند بګرامیو په سیمه کې د نوموړي کور محاصره کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې تر دا مهاله امنیتي ځواکونه د نوموړي کور ته نه دي‌ داخل شوي.

د عبدالسلام ضعیف سکرټر همدارنګه وویل چې خپله ضعیف دا مهال په خپل کور کې دی.

پر همدې مهال عبدالسلام ضعیف ته یو بل نژدې کس نظر محمد مطمئن امریکا غږ ته وویل چې سلام ضعیف روانه اونۍ کندهار ته تللی و چې تېره ورځ له کندهار څخه تر راستنېدو وروسته یې افغان ځواکونو کور محاصره کړی دی.

عبدالسلام ضعیف په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیر و چې د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته د پاکستان لخوا امریکايي ځواکونو ته وسپارل شوو چې د څو کلونو لپاره په ګوانټانامو زندان کې بندي وو چې وروسته خوشي شو.

نوموړی له زندان څخه تر خوشي کېدو وروسته په کابل کې ژوند پيل کړ چې اکثره وختونه به یې د سولې په تړاو غونډو کې هم ګډون او ویناوې کولې.

سلام ضعیف په دې وروستیو کې په مسکو کې د افغان سیاسیونو او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو او تر هغه وروسته په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرو کې هم ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG