د لاس رسي وړ اتصالات

سامسونګ: لس میلیونه ګلکسي اس ۸ تلیفونونه جوړوي


Samsung logo in headquarters
Samsung logo in headquarters

د سامسونګ الکترونیکس شرکت په لومړي پړاو کې د لس میلیونو ګلکسي اس ۸ تیلیفونو تولید خپل هدف ټاکلی. دغه خبر د جنوبي کوریا الکترونیکس ټایم ورځپاڼې د یوې نامعلومې منبع له قوله د پنجشنبې په ورځ نشر کړی.

سامسونګ د اس ۸ تلیفونونو په خرڅلاو ډیر حساب کوي. دغه شرکت تیرکال خپل ګلکسي نوټ ۷ تلیفونونه د مصئونیت د مشکل له امله راټول او له مینځه یوړل. د نوټ ۷ تلیفونونو مشکل د تکنالوژي په تاریخ کې د مصئونیت تر ټولو لویه ناکامي بلل کیږي.

د سامسونګ شرکت تر اوسه د نوټ ۷ تیلیفون د اور اخیستنې د علت په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

ورځپاڼې لیکلي سامسونګ به د مارچ په میاشت کې تولید پیل او د اپریل په میاشت کې به یې خرڅول شروع کړي.

ګلکسي اس ۷ تیلیفونونه د تیرکال په مارچ کې خر څلاو ته وړاندې شول. ‎

د سامسونګ شرکت یوه ویاند په دې هکله له څه ویلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG