د لاس رسي وړ اتصالات

ثنا اعجاز ته د مرگ گواښونه او د فعالانو غبرگونونه


ثنا اعجاز د پښتون تحفظ تحریک یوه مشره
ثنا اعجاز د پښتون تحفظ تحریک یوه مشره

د پښتون تحفظ تحریک یوه مخکښه مشره ثتا اعجاز چې د تیرو څو کلونو نه د پښتنو د حقونو لپاره فعالیتونه کوي، وایي چې نامعلومه کسانو لخوا ورته د مرگ گواښونه شوي

د پي ټي ایم د ېوې مشرې ثنا اعجاز خلاف د مرگ گواښونو نه وروسته د بشري حقونو فعالانو په ټویټر او فیس بک د هغې سره خپل ملاتړ څرگند کړیدی او د حکومت نه یې د هغې د حفاظت غوښتنه کړیده.

ثنا اعجاز امریکاغږ ته وویل چې د هغې نه وروسته یې پولیسو ته د دغو گواښونو په اړه رپورټ ورکړ چې هغه یوه ورځ موټر کې روانه وه چې د یو بل موټر نه ورته سړي ټوپک ونیوه. ثنا وایي چې د هغې نه مخکې ورته په ټلفون داسي گواښونه کیده خو هغې به ځان نانگاره کاوه.

کله چې مونږ د ثنا نه وپوښتنه چې په چا شک لري نو هغې وویل "زما د هیچ چا سره هم شخصي دښمني نشته. زه د خپل قام د حقونو لپاره مبارزه کوم."

ثنا دا هم وايي چې د ارمان لوڼي د خور په وینا یې د دغو گواښونو په اړه پولیس خبر کړ او د نامعلومه کسانو خلاف یې خپله قضیه ثبت کړه.

د بشري حقونو فعالانو د ثنا د ملاتړ په خاطر په ټویټر یو هیش ټیگ پیل کړ چې "ثنا ته گواښونه مه کوئ."

د پښتون تحفظ یو مشر علي وزیر په خپل ټویټر ولیکل:

"د امنیتي ادارو لخوا د ثتا ځورول د غندلو وړ ده. که تاسو خپل عادت بدل نه کړ نو د اختر نه وروسته به مونږ تحریک د مختلفو خواوو نه دوچنده کړو."

په اسلام اباد کې میشته د حقونو فعاله سلمی جعفر د ثنا گواښل د ټولو پښتنو میرمنو گواښل وبلل. هغه لیکي:

"دا ښځه د ټولو پښتنو میرمنو لپاره هیله ده، څوک چې دا گواښوي، هغه مونږ ټول گواښوي."

د ټولنیزو رسنیو فعال محمد سلیم په خپل ټویټر ولیکل چې د تیرو لسو کلونو نه ثنا پیژني او دا ورته معلومه ده چې دا ډول اخطارونه هغه د خپلې مبارزې نه، نه شي منع کولی.

د حقونو فعالې او سیاستمدارې عصمت شاهجهان په خپلو دوستانو غږ وکړ چې د ثنا سره دې په دی سخت وخت کې ودریږي. هغه لیکي:

"زه په خپلو ټولو ملگرو او په دیموکراتیکه پاکستانیانو غږ کوم چې د نامعلومه کسانو لخوا ثنا ته د مرگ د گواښونو ضد دې د هغې ملگرتیا وکړي چې یوه سوله ایزه سیاسي فعاله ده."

په پاکستان کې د سیاسي او بشري حقونو فعالان اکثر تورونه لگوي چې د دغه ملک استخباراتي ادارې یې ځوروي خو ادارې دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG