د لاس رسي وړ اتصالات

د بالیوډ مشهوره ستوری سنجیډت بندي شو


د هندی سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د هند د بالیوډ د فلمونو مشهور ستوری سنجي ډت په پنځو کلونو حبس محکوم کړی. هندي چارواکو پر سنجې ډت باندې دا تور لگولی و چې په ١٣٩٢ میلادي ېعنی ١٣٧٢ هجري شمسی کال کی ېې په مومبۍ کی د بمونو په چاودنو کی لاس درلودی او په غیېر قانونی ډول یې په کور کې وسلې ساتلي وې.

محکمې د هغو لسو ملزمانو د جملې نه د نهو کسانو د اعدام سزا په ابدي حبس بدله کړله چې هندي چارواکو د سنجي دت سره یو ځاې د ترهګرۍ د تور پر بنا نیولي وو، خو د یعقوب میمون په نوم د یوه ملزم د مرگ سزا یې په خپل حال باقي وساتله.


پولیسو په سنجي دت باندې دا تور لگولی و چې د یادشویو کسانونه یې په پټه توگه وسلې او بمونه لاس ته راوړی و.
سنجې دت د دې تور له کبله د یوه کال بند سزا هم تیره کړېده.
XS
SM
MD
LG