د لاس رسي وړ اتصالات

یو سړي د مکې له جومات سره خپل موټر جنګولی


لا د دغې پېښې انګیزه معلومه نه ده
لا د دغې پېښې انګیزه معلومه نه ده

په سعودي کې چارواکي وايي یو کس د مکې د جومات له باندني دیوال سره خپل موټر قصدآ جنګولی دی.

چارواکي وايي چې امنیتي‌ کسانو دا موټروان تعقیبوه.

په دغه پېښه کې یواځې دوه وسایل خراب شوي دي او چاته مرګ ژوبله نه ده اووښتې. چارواکي ‌وايي پېښه د شنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم۱۰) شوې ده.

تر دې دمه روښانه نه ده چې د دغې پېښې اصلي انګیزه څه وه خو د مکې ښار مسولین وايي چې دغه کس تر قانوني تعقیب لاندې و.

د سعودي عربستان حکومت د قرنطین له کبله د مکې جومات تړلی او څه موده مخکې یې اوه میاشتې وروسته بېرته پرانیست.

شاوخوا درې کاله مخکې د سعودي عربستان چارواکو ویلي‌ وو چې پر مسجدالحرام باندې د یو ځانمرګي برید مخه یې نیولې وه.

چارواکو ویلي وو چې ځانمرګی بریدګر یې په یو اپارتمان کې محاصره کړی و.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت هغه وخت ویلي وو دغه کس چې د مکې په جومات یې د برید پلان درلوده له امنیتي مسؤلینو سره نښته وکړه او بیا یې په ځان پورې تړلي بمونه وچاول.

هغه پېښه مسجدالحرام ته نژدې د «اجیاد المصافي» په سیمه کې شوې وه.

XS
SM
MD
LG