د لاس رسي وړ اتصالات

په سعودی کې په دریو چاودنو کې څلورتنه وژل شوي


پرون د دوشنبي په ورځ د سعودی عربستان د مدیني په سپڅلي او مقدس ښارکې یوه ځانمرگی برید کونکي د نبوي جومات دباندی د یوي امنیتې پوستې ترڅنگ د بم چادونه وکړه.

څو ساعتو ورسته، د سعودی عربستان د کورینو چارو وزارت وویل، چې څلور امنیتې ساتونکې وژل شوي دی، او څلور تنه نور په داسي حال کې ټپی شوي دی چې ددی هڅه ېې کوله، چې د مسجد ودانۍ ته د بریدکونکې د ننوتلو مخه بنده کړی.

په داسي حال کې چې د روژي د میاشتي اخره ده،هلته د سعودی عربستان په دوو نورو سیمو کې هم د دوو نورو بمۍ چاودنو راپور ورکړل شوي دی.

یوه ځانمرگی بم چوونکې د قطیف په ښار کې د شعیه گانو په یوه جومات حمله کړی ده.

له دی نه څو ساعته مخکي، د کورنیو چارو وزارت وویل، چې د جدي په ښار کې یوه ځانمرگی د امریکا متحده ایلاتو قونسگري ته نږدی د بم یوه چاودنه کړی ده.

د امریکا سفارت واېې، چې په دغه برید کې د قونسلگري د دفتر کارکونکو ته کوم تاوان نه دی رسیدلي.

XS
SM
MD
LG