د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د عربستان د زندانونو د ورانولو گواښ وکړ


داعش د سعودي عربستان واکمني مستبده گڼلې ده.
داعش د سعودي عربستان واکمني مستبده گڼلې ده.

په سعودي عربستان کې د القاعده شبکې د ۴٣ سخت دریځو په گډون د ۴۷ تنو اعدام وروسته د داعش ډلې گواښ کړی چې د سعودي زندانونه به چې جهادیان په کې زنداني دي، نابود کړي.

داعش چې دمخه یې هم په سعودي عربستان کې د یو شمیر بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی او د سعودي په گاونډي هیواد یمن کې یې هم عملیات پیل کړي د الحائر او طرفیه زندانونو ته اشاره کړې چیرته چې د القاعده او داعش زیات شمیر پلویان بندیان دي.

داعش په انترنیت کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې " د اسلامي دولت ډله تل د زندانونو د آزادولو په لټه کې ده، خو زمونږ اټکل داسې دی چې د بندیانو ستونزه د مستبدینو د واکمنۍ د پرزولو او د زندانونو د نابودلو او تخریب پرته نه شي حل کیدای."

د جولای په میاشت کې د اسلامي دولت د ډلې یو پلوي ریاض ته نژدې د الحائر زندان په دروازه کې یو ځانمرگی موټر بمي برید وکړ.

که څه هم چې داعش او القاعده سره سیالان دي او په ایدیالوژیکه برخه کې یو بل محکوموي، دواړه ډلې د سعودي عربستان سره په دښمنۍ کې شریک دي. سعودي داعش او القاعده ترهگرې ډلې گڼي او ددې ډلو په زرگونو پلویان یې بندیان کړي دي.

په سعودي عربستان کې د شنبې د ورځې ډله ییز اعدامونونه چې په کې د شیخ نمر باقر النمر په گډون څلور شیعه مسلمانان هم اعدام شول، یو داسې اقدام و چې د ایران سره هم د سخت فرقوي کړکیچ د رامنځ ته کیدو سبب هم شو، خو کارپوهان وایي چې د ریاض ددې اقدام هدف تر ډیره حده سني سخت دریځو ته پیغام ورکول و.

د اسلامي دولت ډلې د ۲۰۱۴ کال د نومبر راهیسې په سعودي عربستان کې د څو بمي بریدنو او ډزو مسؤلیت اخیستی دی چې په هغه کې د سعودي د ١٥ امنیتي منسوبینو په گډون څه دپاسه ٥٠ تنه چې اکثریت یې شیعیان وو وژل شوي دي.

د سعودي عربستان امنیتي مقامات وایي چې د اسلامي دولت د ډلې پلویان په عربستان کې دننه په مستقله توگه عمل کوي او ددې ډلې ډیر لږ مادي او تدارکاتي مرستې ته اړتیا لري، نو له دې وجې د مقاماتو په وینا د هغوی د فعالیتونو خنثی کول او تشخیص کول ستونزمن دي.

له دې دمخه په عربي ټاپووزمي کې القاعدې د دسمبر په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې که ددې ډلې غړي په سعودي عربستان کې اعدام شي "د آل سعود د سرتیرو د وینو لښتي به جاري شي."

په عرب ټاپووزمي کې القاعده چې د یمن د القاعدې یو څانگه ده د ٢٠٠٣ او ٢٠٠٦ کلونو ترمنځ رامنځ ته شوې چې اکثر غړي یې محلي جهادیان او د القاعده ډلې پخواني غړي دي.

XS
SM
MD
LG