د لاس رسي وړ اتصالات

عربه ښځه د موټر چلولو په جرم په دورو وهل کیږي


عربه ښځه د موټر چلولو په جرم په دورو وهل کیږي
عربه ښځه د موټر چلولو په جرم په دورو وهل کیږي

د سعودي عربستان حکومتي منابع وایي چي ددغه ملک پاچا ملک عبدالله د محکمې هغه فیصله نه ده منلې چي په یوې ښځي باندي یې د لسو درو وهلو سزا له دې کبله را ایستلې وه چي د سعودي عربستان هغه مقررات یې مات کړي و چي ښځو ته د موټر چلولو اجازه نه ورکوي.

په هغوی کي چي د پاچا ددې پریکړي اعلان یې وکړ یوه د هغه هیواد شهزادګۍ آمره الطویل ده چي د پاچا دا حکم یې پرون د چهارشنبې په ورځ په خپله ویبپاڼه کي اعلان کړ.

د سه شنبې په ورځ د جدې د ښار یوې محکمې ( شیما یاستینا ) په دې تور ملزمه کړه چي د موټر چلولو د مقرراتو نه یې سرغړونه کړې ده. د محکمې دې پریکړي د هغه هیواد ټولي ښځي حیراني کړې، په تیره بیا په داسي یوه وخت کي چي یوه ورځ مخکي یې پاچا اعلان کړی و چي ښځو ته به د رایګیري حق ورکړل شي او په ٢٠١٥ کال کي به په محلي انتخاباتو کي ځانونه کاندیدولای شي.

سعودي عربستان په ټوله نړۍ کي یوازنی هیواد دی چي ښځي پکې د موټر چلولو حق نلري.

XS
SM
MD
LG